Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پر مهال د ۱۱ ښځو په ګډون ۱۸ کسان مسموم شوي او په یوه بله پېښه کې بیا په میمنې ښار کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
د فاریاب او کندوز سیمهییز چارواکي د اختر په ورځو کې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۸ کسانو د مرګژوبلې خبر ورکوي.
د کوچني اختر په رارسېدو سره د فاریاب له بېلابېلو سیمو اختر ته د خوراکي توکو او جامو پېرلو لپاره میمنې ښار ته د خلکو ورتګ بې ساری دی، خو هټۍوال د پلور له کموالي او پېرېدونکي د اختریزو خوراکي توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي.
د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې یو شمېر مېوه او ترکاري پلورونکي په داسې حال کې دوی ته د ځانګړو شوو غرفو له لوړیې کرایې شکایت لري چې د ولسوالۍ ښاروالي وايي، د امکان په صورت کې کرایه ټيټوي.
د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکز زدهکوونکو د یوې غونډې په ترڅ کې خپل جوړ کړي ۱۹ ډوله تخنیکي او فني وسایل نندارې ته وړاندې کړل.
د فاریاب پوهنې ریاست د دغه ولایت ښوونځیو ته د نوو کتابونو، درسي بستو او خېمو د وېش بهیر له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، له دې چارې سره به په فاریاب کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ۹۵ سلنه هواره شي.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په قرغان ولسوالۍ کې یوه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
د فاریاب ولایت امنیه قومانداني د نامعلومو وسلهوالو له لوري د دغه ولایت په پشتونکوټ او قیصار ولسوالیو کې د دوو کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د فاریاب سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د یوه څرځای پر سر نښته کې ۳ کسان وژل شوي دي.
د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست محتسبین خلکو ته د نوروز حراموالي په اړه پوهاوي او د دغې ادارې د پرسونل د چلند په تړاو د اوسېدونکو شکایتونو اورېدو په موخه د میمنې ښار واټونو ته راوتلي وو.
د فاریاب له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنه کې په دوو جلا پېښو کې د یوه ملا امام په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د فارياب ولايت فرهنګیان او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په تېرو کلونو کې د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې پر اصحاب کهف غار مشهور ځای لرغوني اثار لوټ شوي او په دغه غار کې د اوو جسدونو اسکلیټونه هم له منځه تللي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن