میمنه (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د فاریاب سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د یوه څرځای پر سر نښته کې ۳ کسان وژل شوي دي.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمسالله محمدي وویل، پرون له غرمې وروسته په دولتاباد ولسوالۍ کې د طاهري قوم دوو کورنیو ترمنځ لفظي شخړه پر نښتې بدله شوې ده.
محمدي زیاته کړه چې د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې، د شخړې او نښتې په پایله کې د دواړو خواوو درې کسان وژل شوي دي.
د هغه په وینا، د یادې پېښې په تړاو څو کسان نیول شوي او تر څېړنې لاندې دي.
د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په رالېږلو ویلي، د څرځای پر سر د غیرمسوولو وسلهوالو ترمنځ نښته شوې چې پایله کې یې، درې کسان وژل شوي او درې میله کلاشینکوفونه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې یاده قضیه تر څېړنې لاندې ده.
د دولتاباد ولسوالۍ یو مخور مدیر محمدعزیز وایي، دغه نښته په «شور دریا» سیمه کې د طاهري قوم دوو کورنیو ترمنځ –چې خپلو کې د تره زامن دي- د «یورت بهاري» څرځای پر سر شوې ده چې په پایله کې یې له یوې غاړې یو کس او له بلې دوه وروڼه وژل شوي دي.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل: «پرون شاوخوا دری بجې دوه تره زامن د څرځای پر سر شخړه وکړه چې بیا پر وسلهوالې نښتې واوښته؛ په پایله کې د ولي جان په نوم یو کس له یوې خوا او د مجنون او بازک په نوم دوه وروڼه د مقابل جانب ووژل شول.»
د یادونې ده، له څو میاشتو راهیسې په دولتاباد، خواجه موسی او پښتونکوټ ولسوالیو کې د دوو قومونو د مالدارانو ترمنځ د څرځایونو پر سر شخړې او نښتې دوام لري او تر اوسه حل شوې نه دي؛ په وروستۍ تازه پېښه کې د یوه قوم درې کسان ووژل شول.
Views: 46