میمنه (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د فاریاب له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنه کې په دوو جلا پېښو کې د یوه ملا امام په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د فاریاب له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر مفتي محمداسماعیل فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، ناپېژنده وسلهوالو تېره ورځ د ميمنې ښار د لويديځ په «قروغ سای» سيمه کې دوه کسان په ډزو وژلي دي.
هغه زیاته کړه: «یو وژل شوی کس مسلح و چې د پښتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و او بل یې د مدرسې طالب و.»
نوموړي زیاته کړه، د دې قضیې عاملینو د وژل شوو کسانو یو موټرسایکل او امفور وسله له ځانه سره وړي، خو د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او څېړنې دوام لري.
دغهراز له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير د ميمنې ښار په ۸مه ناحيه کې د یوه ملا امام د وژلو خبر ورکړی دی.
هغه وویل، یاد ملا امام نورمحمد نومېده چې د ماښام له لمانځه وروسته وسلهوالو له جوماته را ایستلی او د ونو په منځ کې يې د تومانچې په وسیله وژلی دی.
سرچینې زیاته کړه، د مقتول د مېرمنې د ادعا پر اساس یو له خپلوانو څخه یې نیول شوی دی.
د سيمې يو اوسېدونکى محمدکبير وايي، د محمديه جومات امام ملا نورمحمد له خپل کوچني زوى سره د ډوډۍ خوړلو په حال کې و چې وسلهوالو له جوماته را ایستلی او وژلى يې دى.
Views: 64