منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:57 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

د اذربایجان له بندخونو ۱۴ افغانان ازاد شول

· 1 دقیقه لوستل · 216 کتنې

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په اذربایجان کې د افغان سفارت په هڅو د هغه هېواد له بندخونو ۱۴ افغانان ازاد شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو د یادو ۱۴ افغانانو ازادېدو برخه کې د اذربایجان جمهوریت او اړوندو ادارو د همکارۍ او بشردوستانه اقدام له امله مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به روانه ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې په ۱۶مه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ افغانان له خپلو بندخونو خوشي کړل.