د غزني امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي چې په کې د اسلامي امارت له نومه په استفادې د عامه نظم یو شمېر اخلالوونکي هم شامل دي.
غزني کې يو شمېر فرهنګيان وايي، په دغه ولایت کې سلګونه تاریخي ابدې شته او هغه ابدې چې تر اوسه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت نه دي، د ویجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.
سیمهییزې سرچینې وایي، د هرات ښار په شپږمه ناحیه او د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د ځايي خلکو په شخصي لګښت د دوو لومړنیو ښوونځیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
غزني ولایت کې د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شپږو ودانیزو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او چارې یې رسماْ پیل شوې.
د غزني ولایت په مالستان، آب بند او ګېرو ولسوالیو کې سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
غزني (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د غزني ښاروالي وايي، په دې وروستیو کې د سړې هوا له امله پر نشهيي توکو روږدي اووه کسان مړه
د غزني مرکز د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د غلې دانې مارکېټ ته څېرمه، په دوبۍ هوټل کې د ډبرو سکرو بخارۍ ګاز له امله د یوې کورنۍ څلورو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د مرغانو ښکار بې درېغه ډېر شوی، حکومت ته په کار ده چې مخنیوی یې وکړي.
د غزني سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې چې په پایله کې یې ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د تېرې شپې له سختو اورښتونو وروسته په غزني او وردګو ولایتونو کې هم سېلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.