په بامیان، هلمند، میدان وردګو او جوزجان ولایتونو کې نن د حکومت او بېلا بېلو خیریه بنسټونو له خوا له ۱۱۳۴۶ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
امنيتي مسوولین وايي چې د کابل ښار د دشت برچي سيمې چاودنو کې درې تنه ټپيان شوي دي.
د دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت په پوهنتون کې د تخنيکي ستونزو له امله يوه چورلکه غورځېدلې چې د دوو پېلوټانو په ګډون درې تنه په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د جوزجان د فوټبال لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د دغه ولایت د ښوونځیو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.
په جوزجان ولایت کې د ناروې هېواد په مالي مرسته د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو ښوونځيو د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره یې ۳زره زدهکوونکو ته په معیاري ښوونیز چاپیریال کې د زدهکړې زمینه برابرېږي.
کابل-۴ سپټمبر ۲۰۲۲ د افغانستان اتصالات مخابراتي شرکت د خپل ټولنیز مسوولیت په توګه د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ د وروستیو سیلاب ځپلو ۲۰۰ کورنیو
کابل، لغمان او میدان وردګو کې نن له زرو ډېرو بېوزله کورنیو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): په میدان وردګو، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره د دوه میلیون افغانیو او خوراکي توکو
د الهې په نوم يوه نجلۍ ادعا کوي چې قاري سعيد خوستي ورسره په زور نکاح کړې او تاوتريخوالى ورسره شوى؛ خو خوستى دغه څرګندونې ردوي، وايي چې د هغې په غوښتنه يې ورسره نکاح کړې وه او له دې امله چې عقيدتي ستونزه يې لرله طلاق يې ورکړ.
د دایکنډي سیمه ییز چارواکي وايي، د پراخ فساد او قوانینو نه رعایتولو له امله یې د «افغان پرمختیايي مؤسسې» دروازه تړلې ده، خو د یادې مؤسسې مسوولین دغه ادعا ردوي.
کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روسیې په غوښتنه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د
کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير وايي، له روسیې سره د تېلو اخیستو د موافقتنامې پر جزئیاتو کار روان دی