Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د رياست الوزراء اداري مرستیال، د حج فريضې د اداء کولو لپاره سعودي ته له تلوونکو کسانو وغوښتل چې دوی په هغه هېواد کې د افغانستان د خلکو استازي دي، نو دغه استازيتوب دې په ښه ډول وکړي.
د کابل امنيه قومانداني وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د بېلابېلو نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۴۶ کسان نیولي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو شنونکو، کارپوهانو او خبریالانو غوښتي چې د افغانستان انټرنېشنل راډیو ټلوېزیون خپرونو کې له ګډون او هر ډول همکارۍ ډډه وکړي او دغه راز ویلي یې دي چې په عامه ځایونو کې دې د دې رسنۍ د لیدو اسانتیا نه برابرېږي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اوولسمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې یې هغه کس نیولی چې په بغلان کې یې له یوه سړي پنځوس زره ډالر غلا کړي وو.
د ایران حکومت په داسې حال کې د ناقانونه بهرني کارګرانو پر ګومارنې د ورځې شاوخوا ۱،۲ میلیون تومان جریمه وضع کړې چې په دغه هېواد کې ډېری بهرني کارګران افغانان دي.
د ا.ا مرستیال ویاند وايي، په روانه غويي میاشت کې د هېواد په مرکز او ځینو ولایتونو کې د اتو مهمو پروژو چارې پیل شوې چې ۴۱ اعشاریه ۷۷ میلیارده افغانۍ لګښت یې حکومت او ۲.۴۷۰ میلیارده افغانۍ لګښت یې خصوصي سکټور ورکوي.
پولیس وایي، کابل او کاپیسا کې یې پنځه «غله» له دوو موټرو، ۱۱ موټرسایلکونو، دوو زرنج موټرسایکلونو، پنځه میله وسلو، او له یو کور څخه غلا شوو ۳۰۰ زره افغانیو سره نیولي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او ترکمنستاني شرکتونو ترمنځ د تعمیراتي او خوراکي توکو برخو کې لس تړونونه او دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د میدانوردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په څه باندې ۲،۱ میلیون افغانيو لګښت د نصرتالعلوم په نوم دارالایتام ته ودانۍ جوړه شوه.
د راپورونو له مخې، د حماس په توغندییزو بریدونو کې درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي او د اسرائیلو په بریدونو کې بیا لسو فلسطینیانو ژوند بایللی.
تېره اونۍ، نړۍوال بانک او اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۱۶ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه، ریچارډ بینېټ وویل چې ا.ا دې له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي، خو مجاهد وایي، بینېټ دا څرګندونې له افغانانو او اوسني نظام سره د عقدې له مخې کوي.
د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو امریکا کې د فلسطین ملاتړو له لاریونوالو سره د پولیسو پر چلند اندېښنه ښودلې او لاریونوالو د کلمبیا پوهنتون «هامیلتون» تالار ته په ننوتو د ويتنام جګړې يادونه تازه کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن