Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د سمنګان د کلیوالي سیمو ځيني اوسېدونکي په دوکانونو کې د خپل سري درملو پلورل د اندېښنې وړ بولي او وایي چې له کلونو راهیسې دا ستونزه شته، خو د حل لپاره یې اقدام نه دی شوی.
ځایي مسوولین وايي، د اوبو رسونې شپږ پروژې سمنګان کې او یوه په بامیان کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او لسګونه کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
سمنګان کې یوه زړه ښځه چې خپله څه باندې یو جریب ځمکه یې روغتیايي مرکز ته وقف کړې وايي، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو یې یوه ډېره لویه پخوانۍ هیله پوره شوه.
مسوولین وايي، هرات ښار کې د کندهاریانو ساحې سړک د شمالي او سوېلي برخو پخولو چارې پیل شوې او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې څلور ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سمنګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د موسمې سېلابونو د مخنیوي، د باران د اوبو ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پیاوړتیا په موخه د رباتک چکډیم جوړولو چارې پیل شوې.
د سمنګان روغتیايي مسوولینو په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له ډېرېدو خبر ورکړی او وایي چې د روان کال په شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۱۴۹۰۰ ماشومان د مرکز او ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته وړل شوي دي.
په سمنګان ولایت کې د افغان پرمختیايي خیریه موسسې له خوا «د بشري حقونو د ښه کېدو او له داخلي بېځایه شوو د ساتنې» تر سرلیک لاندې یو پروګروام ترسره شو.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت یوه اوسېدونکي اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ۱۲ قلمه تاریخي اثار وسپارل.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست سمنګان ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د زاړه ښار د یادګار بند بنسټ ډبره کېښوده او ټینګار یې وکړ چې د خرم و سارباغ ولسوالۍ د کیلی بند جوړولو چارې به هم ډېر ژر پیل شي.
سمنګان کې ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې نن رسماً د سوالګرو د ټولولو او د هغو د بایومتریک لړۍ پیل شوه او له مستحقو سوالګرو به ملاتړ وشي.
د سمنګان ولايت يو شمېر اوسېدونکي او کروندګر وايي، په دغه ولايت کې د انجې د بوټي کرکېله او ترویج زیات شوی، خو سږ کال په بازار کې د دغه بوټي د شیرې بيه د پام وړ ټيټه شوې ده.
سمنګان کې روغتیایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یوې ښځې څلور ماشومان زېږولي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن