د اسټرالیا پولیس وايي چې د دغه هېواد په سیډني ښار کې پنځه کسان د چاقو په وسیله برید کې وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر وايي چې کېدای شي د ایران پوځ ډېر ژر پر اسرائیل برید وکړي، خو زیاتوي چې ایران به په دغه برید کې بریالی نه شي.
افغانستان کې د ازادي راډیو خبریال او د دنیا او کهکشان راډیوګانو رییس احمد هنایش باندې تېره شپه د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې ناپېژانده وسلهوالو برید کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیل هوايي برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې دغه برید له ډيپلوماتيکو نورمونو ښکاره سرغړونه ده او په سيمه کې د ناامنۍ پراختيا لپاره پاروونکی اقدام دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خیبر پښتونخوا کې پر چیني انجنیرانو د برید غبرګون کې ویلي چې دا ډول کړنې د سیمهییزې همکارۍ کمزوري کولو لپاره هڅه ده.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان په سوداګریز بندر کې د پاکستان پر پوځي او ملکي تاسیساتو ډله ییز بریدونه شوي دي.
د راپورونو له مخې، تېره شپه د هند ګجرات پوهنتون ليليه کې د تراوېح لمانځه پرمهال د برید له امله د یوه افغان محصل په ګډون پنځه نور محصلین ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د ملي ډیموکراټیک غورځنګ (NDM) مشر محسن داوړ د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې ټپي شوی دی.
اسلامي امارت پر یمن هېواد د امریکا او بریتانیا له خوا بمباریو ته په غبرګون کې ویلي، دغه کار د نړۍوالو اصولو ښکاره نقض دی او په سیمه کې د کړکېچ د لا پېچلتیا لامل کرځي.
د راپورونو له مخې، د عراق په نیمه خپلواک سیمه کردستان کې د وسلهوالو په یوه برید کې د ترکیې پنځه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې وسلهوالو پر یوې امنیتي پوستې ډلهییز برید کړی چې په کې درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي دي.
د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی پښتون سیاستوال محسن داوړ په وزیرستان کې له یوه وسلهوال بریده روغ وتلی دی.