Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ د رېلپټلۍ رييس وايي، په تېرو لسو مياشتو کې یې د حيرتان بندر رېلپټلۍ له درکه ٥،٢ ميليارد افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د روان لمریز کال په تېرو یوولسو میاشتو کې په کابل کې د برېښنا له درکه څه باندې ۱۱ میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.
. . .
د پکتيا ګمرک رياست مسوولين وايي، د تېر کال پرتله يې عوايد ډېر شوي او د روان کال له پیله تر اوسه یې شاوخوا پنځه میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي دي.
د فراه ولایت چارواکي وايي، د شیخ ابونصر فراهي بندر مسوولینو په تېرو شپږو میاشتو کې ۴ میلیارد او ۱۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د مزارشریف ښاروال وایي چې سږ کال یې له ټاکلي هدفه ۲۴۰ میلیون افغانۍ ډېر عواید راټول کړي دي.
د کندوز د شېرخان بندر ګمرک ریاست مسوولین د دغې ادارې د کمساري عوایدو خبر ورکوي او وایي، په تېرو ۱۶ میاشتو کې یې نږدې دوه میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د خوست د ګمرک رييس وايي چې په تېرو لسنيمو مياشتو کې يې ۹ ميليارد افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي.
د بلخ مستوفي وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې له ټاکل شوي پلانه ډېرې (١،٧ میلیارده) افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د خوست ښاروال وايي چې د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې یې ١٤١ ميليون افغانۍ عوايد ټول کړي دي.
د پنجشېر ولایت مستوفیت په دغه ولایت کې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو درېیو ربعو کې د ۳۲ میلیون افغانیو راټولولو خبر ورکوي.
د اروزګان والي وايي، د ځینو مالیاتي ادارو له لوري په دندو کې غفلت او ناغېړي لامل شوې چې د ټاکلو عوایدو په راټولولو کې پاتې راشي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن