Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فراه د سوداګرۍ او صنعت ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د برېښنا کموالي له امله ۱۵ فابریکې له تولیداتو پاتې دي او یو شمېر کسان هم ورسره وزګاره شوي دي.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رياست وايي، په دغه ولايت کې د سوداګرۍ، پانګونې او صنعت کچې د تېر په پرتله وده کړې او په روان کال کې شلو نوو توليدي فابريکو فعاليت پيل کړی دی.
د برېښنا ریاست وایي چې د نغلو د برېښنا تولید فابریکې دویم ټوربین له اساسي رغونې وروسته بېرته فعال کړی او د دغه ټوربین برېښنا یې له شبکې سره وصل کړې ده.
بلخ ولایت کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د نباتي غوړیو تصفیې او پروسس د یوې فابریکې جوړېدو چارې پیل شوې.
کندهار کې د روبجوړولو فابریکې مسوولین وايي، ورځنی تولید يې سل ټنو ته رسولی خو حکومت دې له بهره پر واردېدونکي روب تعرفه لوړه کړي.
په بلخ ولایت کې د پنبې او نباتي غوړیو دولتي فابریکې له دوو لسیزو وروسته يو ځل بيا فعاليت پيل کړ او په ۲۴ ساعتونو کې شپږ ټنه غوړي تولیدوي.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د شیريني د تولید شاوخوا ۸۰ وړې فابريکې په بازار کې د خپلو تولیداتو د ټيټې بیې له امله غیرفعالې شوې دي.
د ننګرهار کانال رياست وايي، د زيتونو پروسس فابريکې وروسته له درېیو لسيزو يو ځل بيا د صابون، رُب او چکني توليدات پيل کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سمنټو د تولید پنځه لویې فابریکې جوړیږي چې ورسره به افغانستان د سمنټو له پلوه پر خپل ځان بسیا شي.
د کندهار مسوولین وايي، د دغه ولایت په صنعتي پارک کې د فعالو فابریکو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی چې بېلابېل توکي تولیدوي.
د تخار د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د زغر غوړیو توليدي فابريکې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېرې شوې او زیاتوي چې دا مهال په دغه ولايت کې د زغر غوړیو څه باندې ۱۰۰ فابريکې فعالیت کوي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښاروالي او د دغه ولايت د صنعت او کانونو خونه په ګډه پر يوه پلان کار کوي چې له مخې يې، د ښار دننه ټولې فابریکې به صنعتي ښارګوټي ته لېږدول کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن