ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د شیریني د تولید لسګونه وړې فابریکې غیرفعالې شوې

28 Jun 2023 - 09:11
28 Jun 2023 - 09:11

کندهار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د شیريني د تولید شاوخوا ۸۰ وړې فابريکې په بازار کې د خپلو تولیداتو د ټيټې بیې له امله غیرفعالې شوې دي.

د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوولین وایي، د دغو فابریکو مسوولین ادعا کوي چې هېواد ته له پاکستانه په ارزانه بیه شیريني واردېږي چې له امله یې د دوی تولیدات په ټيټه بیه پلورل کېږي او ګټه نه ورته کوي.

د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول سیف‌الله عاصم پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۱۲ میاشتې وړاندې په دغه ولایت کې د شیریني د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالې وې، خو اوس دغه شمېر ۵۱ ته ټيټ شوی دی.

هغه وايي: «د شیریني جوړولو فابریکو مالکان ادعا کوي چې دلته پاکستاني پلمېټ راځي، هغه یو څه ارزانه دي، نو خلک د ارزانۍ په خاطر هغه پلمېټ خوښوي، هغه رانیسي، نو دا خپلو وطني پلمېټو ته چندان توجه نه کوي.»

د شیریني د تولید فابریکو مسوولین هم له ګاونډیو هېوادونو څخه د ورته توکو واردات یادوي او وایي، دغه وارداتي توکي د دوی تر تولیداتو ارزانه پلورل کېږي، ځکه یې د دوی فابریکې له سقوط سره مخ کړې دي.

د یادو فابریکو د اتحادیې مشر ندامحمد وایي، له ګاونډي هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه د خوږو (شیرینيو) واردات په دې وروستیو کې ډېر شوي او دوی نه شي کولی چې له دغه بهرنیو توکو سره سیالي وکړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ بوره تر ډېره وارداتي ده چې پلمېټ ترې جوړوو، خو پاکستان خپله بوره لري او دلته که پلمېټ له پاکستان څخه په ټيټه بیه هم راوړل شي دوی ته تاوان نه کوي، خو موږ له تاوان سره مخ کېږو، ځکه مو تر پنځوس فیصده ډېرې فابریکې ودرېدلې.»

هغه غوښتنه کوي چې له پاکستانه پر دغه ډول وارداتي توکو باید مالیه لوړه شي، څو داخلي تولیدات ارزښت پيدا کړي.

دغه راز د نورو فابریکو مسوولین هم وایي، که پر بهرنیو ورته توکو محصول لوړ نه شي او په قاچاقي ډول یې د راوړلو مخه ونه نیول شي نو کندهار کې به د پلمېټو د تولید ټولې فابریکې فعالیت ودروي.

د یوې بلې فابریکې مسوول احمدشاه وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې د پاکستاني پلمېټو مخنیوی وشي، که پر ګمرک وي یا قاچاقي وي، بیا نو زموږ پلمېټ ارزښت پيدا کوي؛ خو که چېرې پر پاکستاني شیانو محصول لوړ نه شي نو زموږ ټولې فابریکې به بندې شي.»

د فابریکو مسوولین زیاتوي چې د پلمېټو د تولید په هره فابریکه کې له ۸ څخه تر ۱۲ کسان کار کوي چې اوسمهال سلګونه کسان بې‌روزګاره شوي دي.

د یوې فابریکې مسوول مبین‌احمد چې فابریکه یې څه موده وړاندې غیرفعاله شوې وایي، د فابریکې لګښت یې ډېر خو ګټه یې نه وه، ځکه یې فابریکه بنده کړه.

هغه وویل: «زموږ پلمېټ پرته له ګټې هم نه خرڅېدل، ځکه پاکستاني پلمېټ به زموږ تر پلمېټو په یوه پنځوس کیلو پارسل کې ۷ یا ۸ سوه افغانۍ ارزانه وو، نو ځکه زموږ تولید د ګټې پر ځای تاوان کاوه.»

بلخوا، د کندهار د ګمرک ویاند خلیل‌الرحمن وردګ وایي، پر وارداتي شیریني یا خوږو یې تعرفه لوړه کړې تر څو دلته په هېواد کې داخلي تولید وده وکړي.

هغه زیاته کړه، دغه راز هغه کسان چې په قاچاقي ډول دغه توکي هېواد ته واردوي، هڅه کېږي چې هغوی هم د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شي.

نوموړي وویل: «دلته پر ټولو هغه توکو او اجناسو تعرفه لوړېږي چې دلته یې تولید کېږي، تر څو د هغه توکو واردوونکو ته یې واردات هیڅ ګټه ونه کړي.»

Views: 296

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version