د هلمند د نهو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له مرکز لښکرګاه سره نښلېدونکي پاخه سړکونه نهلري او له حکومته یې د جوړېدو غوښتنه کوي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په بيبي تیري او جندوم سیمو کې یې په دوه بنز موټرو کې د بار شوې اوسپنې او مسو د قاچاق مخه نیولې ده.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت نهرسراج ولسوالۍ کې د هلمند – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه ښځې مړې شوې او لس نور کسان ټپیان دي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او خانشین ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په ګرمسېر او نهرسراج ولسوالیو کې له ۷۵۴ کروندګرو سره د کرنیزو تخمونو او توکو مرسته کړې ده.
د هلمند عامې روغتیا ریاست د څارنې ډلې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې ۶۸ روغتیایي مرکزونه او درملتونونه د روغتیایي اصولو نه رعایتولو له امله تړلي دي .
د هلمند ځایي مسوولین وایي چې تېر یوه کال کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري ۱۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
هلمند کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ۳۴ خپلمنځي شخړو له امله ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۳ نور ټپيان شوي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس وايي، هلمند ولایت کې به د نورو اړوند چارو ترڅنګ ډېر ژر د کرکټ اکاډمۍ د جوړولو چارې پیل شي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د کجکې بند برېښنا له یوې نیمې میاشتې بندېدو وروسته نن بېرته د هلمند د مرکز په ګډون څلورو ولسوالیو او کندهار ښار ته وصل شوه.