د پکتيا امنيې قوماندانۍ له لوري په دغه ولايت د پاسپورټ ورکولو پروسه درول شوې چې له امله خلک اندېښمن دي.
د پکتيا د طبيعي پېښو پروړاندې د چمتووالي ادارې مسوولان وايي چې د دغه ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې پر څلور زره بېوزلو کورنيو ۱۶۰ميليون افغانۍ مرسته ووېشل شوه.
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وايي، سلګونه هغه کسان یې په نښه کړي چې د معلولينو په نوم یې معاشونه او نور امتيازات ترلاسه کړي دي.
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې په مرکز ګردېز کې په بورۍ کې د يوه ځوان جسد موندل شوى دى.
د پکتيا د ټولګټو چارو رياست وايي چې په دغه ولايت کې به هغه نيمګړې پروژې بشپړې کړي چې له تېر نظام څخه پاتې او چارې يې نه دي ترسره شوي.
د پکتيا د پاسپورټ امريت مسوولين وايي چې په تېرو شاوخوا پنځو مياشتو کې ٨٥٠٠ پاسپورټونه وېشل شوي او لږ تر لږه لس زره نور غوښتنلیکونه جمع شوي دي.
ګردېز (پژواک، ٢٨ لېندۍ ١٤٠٠): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ ۱۵ غړي ټپيان
. . .
ګردېز (پژواک، ١٩ لړم ١٤٠٠): د پکتيا ولايت په احمدبا او سيدکرم ولسواليو کې له ١١٠٠ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته