ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې واک ته د ا.ا له رسېدو مخکې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو یوازې ۸۰۰ سایټونه موجود وو، خو اوس دغه شمېر ۳۲۰۰ سایټونو ته رسېدلی چې له لارې یې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) وايي، اوسمهال په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او دوی یوازې د یو میلیون ماشومانو درمنله کولی شي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست وایي، دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر پنځه برابره کم شوی او د دې ناروغۍ له امله د مړینې کچه شاوخوا درې برابره ټيټه شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو دوهنیمو کلونو کې په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ درملنې شاوخوا ۲۲۰۰ نوي سایټونه جوړ شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، که کافي بودجه ترلاسه نه کړي، افغانستان کې به ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیو،اف،پي) وایي، د روان کال له پیل راهیسي د دغه سازمان په مرسته افغانستان کې له څلور میلیونو ډېرو ماشومانو او ښځو ته د خوارځواکۍ ځانګړي خواړه ورکړل شوي دي.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د روان کال په لومړۍ ربعه کې څه باندې ۲۱ زره خوارځواکه ماشومان ثبت شوي، خو تېر کال په همدې موده کې دغه شمېر څه باندې ۱۶ زره و.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان په هلمند ولایت کې د خوارځواکۍ پېښو له ډېرېدو خبر ورکړی او وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې یې په خپلو روغتیايي مرکزونو کې له زرو د ډېرو ماشومانو درملنه کړې ده.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د ځانګړو خوړو برابرولو برخه کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې پر خوارځواکۍ اخته امیدوارو او شېدېورکوونکو مېرمنو شمېر ۲۵ سلنه ډېر شوى دى.
د ماشومانو ژغورنې اداره د دې ترڅنګ چې وايي، افغان ماشومانو کې «خطرناکه» خوارځواکي تر ۵۰ سلنه ډېره شوې ده، پر نړیوالو غږ کړی چې پر افغانانو درول شوې مرستې دې بېرته خوشې کړي.
د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په تېرو پنځو مياشتو کې په دغه ولايت کې ٤٣٩٧ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې شلو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن