Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تېر حکومت له یو شمېر والیانو سره په لیدنه کې پر ټولو بهرمېشتو افغانانوغږ کړی چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته دې د «عزت او سکونت» ژوند تېر کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د وزارتونو له ویاندویانو سره په غونډه کې ویلي، ویاندویان باید خپل فکر او جذبه د پالیسۍ تابع کړي، نه دا چي پالیسي د فکر او جذبې تابع وګرځوي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت ویاند د دوحې له درېیمې غوندې تر راستنېدو وروسته د دغه وزارت له سرپرست سره د دې غونډې او هلته د ترسره کړو ناستو په تړاو معلومات شریک کړل.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ایراني سیال سره په ټلېفوني خبرو کې ویلي، د افغانستان په چارو کې دخالت د هېچا په ګټه نه دی، یوازې د همکارۍ، تفاهم او مشورې له مخې بېلابېلو برخو کې مؤثر پرمختګ شونی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې د کډوالۍ ادراې له رییس سره په لیدنه کې افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، له نړۍوالو مرستو د اعظمي استفادې لپاره اړينه ده د مرستو نوعيت او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، افغانستان چې څومره د اقلیم بدلون له اړخه متضرر شوی، په هماغه کچه مرستې ته اړتیا لري، باید په نړۍوالو اقلیمي غونډو کې یې دریځ واورېدل شي او د اقليمي بدلون اړوند مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړېکو، په دوحه کې د م.م په نوښت د راتلونکې ناستې په اړه او پر سیمهییزو مسایلو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ایجابوي چې دواړه هېوادونه خپلو همکاریو ته په بشپړه همغږۍ دوام ورکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د بارانونو په پایله کې له څو کلنې وچکالۍ وروسته په نیمروز او د ایران سیستان کې د هلمند سیند اوبه روانې شوې.
په اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته له پاکستانیو چارواکو سره د خپلو وروستیو لیدنو کتنو راپور شریک کړ.
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټېلېفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن