Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلومتر سړک د جغلاچونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې به څه باندې ۱۶۰۰ کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کس چې چاودېدونکي توکي يې پر ځان تړلي وو او غوښتل یې د نیمروز ولایت مقام کې چاودنه وکړي، خپلې موخې ته له رسېدو مخکې وپېژندل شو او له منځه یووړل شو.
نیمروز ولایت کې ځايي مسوولین ایران ته د لس ټانکره بېکیفیته تېلو له ګرځولو خبر ورکوي.
د نيمروز ولايت د نورم او سټنډرډ اداره وایي، له ایرانه وارد شوي۳۰ ټانکره بېکیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په زرنج ښار کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او یو بل کس ټپي شوی دی.
نیمروز کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
ځيني راستانه شوي کډوال چې د سرپرست حکومت له خوا د نیمروز په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي له مسوولینو او مرستندویه موسسو غواړي چې دوی دایمي سرپناوې برابرې شي.
نیمروز کې کارګر ماشومان په داسې حال کې خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او د ملاتړ غوښتنه کوي چې مسوولینو په دغه ولایت کې نږدې راتلونکي کې د یتیمو نجونو لپاره د یوه روزنتون جوړېدو او د کارګرو ماشومانو د ټولولو خبر ورکوي.
نیمروز کې د لومړي ځل لپاره د یوې ښځې له لوري د نجونو لپاره ځانګړی ښوونیز مرکز جوړ شوی چې دمګړۍ لسګونه نجونې په کې زدهکړې کوي.
نیمروز کې یوې ښځه چې په بېساري نوښت سره یې د دوه زره افغانیو په پانګونې د نانځکو یوه کارګاه جوړه کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي، وبه کولای شي د خپلو تولیداتو کچه لوړه او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
جرګه هغه ټولنیز جوړښت دی چې له لارې یې له پخوا راهیسې په ټولنه او کورنيو اختلافات حل کېږي؛ په دې وروستيو کې په نيمروز کې د جرګې له لارې د دوو وروڼو ترمنځ هغه دښمني چې تر شا یې د څلورو کسانو د قتل موضوع پرته وه، پای ته ورسېده.
د نیمروز ځيني اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان له بېکارۍ شکایت لري او په دغه ولایت کې د تولیدي فابریکو جوړولو غوښتنه کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن