Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
نیمروز کې له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د روږدو ټولولو او درملنې لړۍ د بیا پیلېدو خبر ورکوي.
د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، دې ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو دوه کارخونې کشف او سوځولې دي.
د نیمروز ځایي سرچینې وایي چې د خیاطانو له لوړو بیو او د دغه ولایت د اوسېدونکو له شکایتونو وروسته، هغوی ته نرخپاڼې برابرې شوي او باید خیاطان د هغو مطابق عمل وکړي، له دې پرته له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
نیمروز کې د ښځو یوه خیریه بنسټ له خلکو او سوداګرو څخه د مرستو راټولولو له لارې لسګونه یتیم او کارګرو ماشومانو ته اختریزې ډالۍ ووېشلې.
د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د ورېښمو پل دروازه په ایران کې د «سیزدهبدر» عمومي رخصي له امله د یوې ورځې لپاره وتړل شوه.
مېرمن لیلما چې دمګړۍ یې نیمروز کې د خیاطۍ یوې کارګاره په جوړولو څو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې وایي، غواړي په راتلونکي کې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي او ۵۰۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
د نیمروز ټولګټو چارو ریاست وايي چې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د ورېښمو پله له ساحې د ګمرک تر ۳۰ متره حلقوي سړکه پورې د دوه کیلومتره سړک پخولو چارې پیل شوې.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د درې ټنه بېکیفیته او تاریختېرو خوراکي توکو او ۱۵ کارتنه درملو له سوځولو خبر ورکوي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د نيمروز په ابریشم بندر کې یو کس چې غوښتل يې څه باندې ۸۰۰ زره امريکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي، نیول شوی دی.
نیمروز کې یو شمېر میندې وايي، د دې لپاره چې د خپلو کورنيو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ نه شي، د امېدوارۍ پر مهال یې د نجلۍ جنینیونه سقط کړي دي.
نیمروز کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني چې له امله یې د دواړو لورو دوه کسان هم وژل شوي، د ځايي مسوولینو، مخورو او دیني علماوو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د سټندرډ ملي اداره وايي چې په تېره یوه اونۍ کې یې ۳۰ ټانکره بېکیفیته تیل د نیمروز بندر له لارې بېرته ایران ته ګرځولي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن