<p style="text-align: justify;">زرنج (پژواک، ۱٣ غويی ۱۴۰۳): نیمروز کې له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د روږدو ټولولو او درملنې لړۍ د بیا پیلېدو خبر ورکوي.</p>
<p style="text-align: justify;">د نیمروز له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر عبدالواسع ریحان پژواک خبري اژانس ته وویل، نن (د غويي ۱۳مه) زرنج ښار کې د نشهیي توکو روږدو ټولولو لړۍ بیاځلي پیل شوه.</p>
<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړه، لومړي پړاو کې له ښاره سل روږي ټول شوي چې د درملنې په موخه به په دغه ښار کې د روږدو درملنې مرکز ته معرفي شي.</p>
<p style="text-align: justify;">ریحان وویل، یاده لړۍ به تر هغو دوام ولري څو له زرنج ښاره ټول روږدې ټول شي او درملنه یې وشي.</p>