پارون (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د نورستان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په وانټوایګل ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی دی.
مسوولین وايي، امنيتي منسوبین د پېښې ځای ته رسېدلي خو قاتل له سيمې تښتېدلی دی.
د نورستان امنیې قوماندانۍ وياند غلام رحمن حیدري د تلې په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازدیګر د وانټوایګل ولسوالۍ په نشیګرام سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ چې نږدې خپلوان دي، شخړه شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې شخړه کې د ګلریز په نوم کس د جمیل رحمن په نوم شخص له لوري وژل شوی دی.
د هغه په خبره چې د دې شخړې رامنځته کېدو لامل تر اوسه څرګند نه دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP