Language

نیمروز کې د ورېښمو پل دروازه د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

زرنج (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د ورېښمو پل دروازه په ایران کې د «سیزده‌بدر» عمومي رخصي له امله د یوې ورځې لپاره وتړل شوه.

د ورېښمو پله کمیسار محمدحنظله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا دروازه د ایراني سرحدي مسوولینو له لوري د مسافرو د تردد او ترانزیټ پر مخ تړل شوې ده.

 هغه زیاته کړه چې دا دروازه په ایران کې د «سیزده‌بدر» عمومي رخصتي له امله د یوې ورځې لپاره وتړل شوه او سبا بېرته پرانیستل کېږي.

د ورېښمو پل د ایران او افغانستان ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه دروازه ده چې د هیرمند سیند په اوږدو کې جوړه شوې، دا پوله له افغانستانه په تېرېدو د ایران خاورې میلک نومې سیمې سره وصل شوې ده.

پر دې لار د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد ترڅنګ د ورځې زرګونه کسان هم تګ راتګ کوي.