په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت یوه پخواني استازي د اسلامي امارت له ویاند سره په لیدنه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د هغه څه پر خلاف بللی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د افغانستان په اړه بروکسل کې غونډه کړې او د افغانستان پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د افغانستان پر روان وضعیت او پر سیمه د اوکراین د جګړې اغېزې په اړه خبرې کړې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد نه شي کولای ښځې او نجونې له پامه وغورځوي.
. . .