مهترلام ( پژواک ٣ لړم ٩٠ ) : افغان او ايساف ځواکونو په لغمان ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د حزب اسلامي د دوو وسلوالو د نيولو خبر ورکړى دى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په درېيمه،پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا عمليات په الينګار ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې ، چې ددې عملياتو موخه په سيمه کې د حزب اسلامي وسلوالې ډلې د يوه قوماندان نيول و.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي ، چې ياد شوى قوماندان نيول شوى که څنګه، خو زياته شوې، چې دوه وسلوال يې له وسلو او مهماتو سره نيولي دي.
د الينګار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال ادم خان پژواک ته وويل چې دا عمليات د نور لام صاحب درې د وته جبارخېل په کلي کې ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې نيول شوي وسلوال مخالفين ملا شېر محمد او محمد نسيم نومېږي .
د حزب اسلامي وسلوالې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP