ژبه

د عدلیې وزارت: د وېشل شوو او پلورل شوو امارتي ځمکو پېر او پلور منعه دی

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د وېشل شوو او پلورل شوو امارتي ځمکو پېر او پلور منعه دی او په ټول هېواد کې دې د معاملاتو لارښوونې دفترونه د هغو امارتي ځمکو له معاملې په جدي ډول ډډه وکړي چې د اسلامي امارت له لوري اشخاصو او افرادو ته وېشل شوې یا پلورل شوې دي.

د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د امارتي نومرو د وېش او پلور او د ودانۍ اجازې د ورکړې قانون له مخې، امارتي ځمکې او نومرې اشخاصو او افرادو ته د سرپناه جوړولو په موخه وېشل کېږي یا پلورل کېږي او سوداګریزه ګټه‌اخیستنه ترې، لکه پېر او پلور، منعه ده.

سرچینې لیکلي، د عدلیې وزارت په هېواد کې د معاملاتو لارښوونې ټولو دفترونو ته خبرداری ورکوي چې د هغو امارتي ځمکو له معاملې په جدي ډول ډډه وکړي چې د اسلامي امارت له لوري اشخاصو او افرادو ته وېشل شوې یا پلورل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، که داسې معاملې ترسره شي، د معاملاتو لارښوونې سرغړوونکی دفتر به وتړل شي، مسوول او د معاملې دواړه لوري به قانوني تعقیب شي.