غزني کې د پټاکیو پر پېر او پلور بشپړ بندیز ولګېد
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د ولایت مقام په رهبرۍ د یوې غونډې د پرېکړې له مخې، له دې وروسته په دغه ولایت کې د پټاکیو پر پېر او پلور بشپړ بندیز دی او که چېرې څوک سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.



