ژبه

غزني کې د پټاکیو پر پېر او پلور بشپړ بندیز ولګېد

واحدالله جمعه‌زاده

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۴

Views: ۹

غزني‌ښار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د ولایت مقام په رهبرۍ د یوې غونډې د پرېکړې له مخې، له دې وروسته په دغه ولایت کې د پټاکیو پر پېر او پلور بشپړ بندیز دی او که چېرې څوک سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک ته وویل چې د قوماندانۍ رهبرۍ ټولو امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې په مرکز او ولسوالیو کې د پټاکیو د کارونې او پلور مخه ونیسي او سرغړوونکي ونیسي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د پټاکیو له راوړلو، پېر، پلور او کارونې په کلکه ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړ چې د دې پرېکړې له عملي کېدو وروسته به هیڅوک د شکایت حق ونه لري.

ورته مهال، د غزني یو شمېر اوسېدونکي پر پټاکیو د بندیز په اړه خوښي څرګندوي او وايي چې دا پرېکړه به د عامه نظم د ښه‌والي، د خلکو د وېرې کمېدو او د ماشومانو د احتمالي ټپي کېدو د مخنیوي لپاره ګټوره وي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي فخرالدین پژواک ته وویل: «پر پټاکیو بندیز یو ښه اقدام دی؛ ځکه هر وخت د خوشحالۍ په نوم ډېر ماشومان او ځوانان ټپیانېږي او خلک له وېرې سره مخ وي.»

یو بل ښاري حسن وایي: «که دا پرېکړه په جدي ډول عملي شي، نو په ښار کې به نظم ښه شي، خو مهمه دا ده چې یوازې اعلان نه وي، بلکې عملي تطبیق یې هم وشي.»

هغوی له مسوولو ادارو وغوښتل چې د دغه بندیز جدي پلي کېدل یقیني کړي او د سرغړوونکو پر وړاندې بې‌پروايي ونه کړي، څو په ښار کې د خوښیو او مناسبتونو پر مهال د پټاکیو له امله رامنځته کېدونکې ستونزې په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.

د یادونې ده، په وروستیو کلونو کې د پټاکیو کارونه په بېلابېلو مناسبتونو کې د خلکو د وېرې، ټپي کېدو او نورو ستونزو رامنځته کېدو لامل ګرځېدلې ده.

له دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ویلي وو چې د پټاکیو پر واردولو، تولید او کارولو یې بندیز لګولی دی.