لښکرګاه (پژواک، ١٦ لړم ٩٠): د سړک غاړى ماين په يوه چاودنه کې د هلمند د ګرمسير ولسوالۍ امنيه قومندان له دوو پوليسو سره ووژل شول.
دغه څرګندونې د هلمند د امنيه قومندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونمل محمد اسماعيل د لړم په ١٦ مه ، پژواک خبري اژانس ته وکړي .
هغه وويل،چي د ګرمسير امنيه قوماندان سمونيار سيف الله راشدي پرون د ولسوالۍ اړوند يوې سيمې ته د ليدو لپاره تللى و ،چې مازيګر شاوخوا پنځه بجې ، د اتم ډراب په سيمه کې يې پر موټر د سړک د غاړى ماين چاودنه وشوه .
د سرچيني د څرګندونو له مخې، په چاودنه کې د راشدي په ګډون دري تنه وژل شوي او يو پوليس ټپي شو ى،چې د درملنې لپاره د ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوى دى .
محمد اسماعيل وويل ، چي راشدي له دې مخکې د ګرشک د امنيه قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه او يوه مياشت مخکې د ګرمسير ولسوالۍ د امنيه قومندان په توګه په دنده ګومارل شوى و.
د دې پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نده اخېستې .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP