ژبه

ټرمپ: ټایوان دې له چین څخه خپلواکي نه اعلانوي

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټایوان ته خبرداری ورکړی چې په رسمي ډول دې له چین څخه خپلواکي نه اعلانوي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ پرون (جمعه) چین ته د خپل سفر او له خپل چیني سیال شي جین‌پینګ سره تر لیدنې وروسته، ټایوان ته له چین څخه د خپلواکۍ د اعلان په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه په څرګنده ویلي چې د ټایوان د خپلواکۍ له اعلان سره مخالف دی.

ټرمپ د خپل رسمي سفر په پای کې زیاته کړې چې له چین سره یې «فوق‌العاده» سوداګریزې هوکړې کړې دي.

خو هغه د دغو هوکړو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

له بلې خوا، د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، شي جین‌پینګ له ټرمپ سره د لیدنې پر مهال خبرداری ورکړی چې د ټایوان موضوع د چین او امریکا ترمنځ په اړیکو کې تر ټولو مهمه مسئله ده.

د راپور له مخې، ټرمپ شي جین‌پینګ ته بلنه ورکړې چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې واشنګټن ته متقابل سفر وکړي.

ورته موضوع