قلعۀ نو (پژواک، ١٧ لړم ٩٠):دبادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې دماين چاودنې د تلفاتو شمېره، چې ډېرى يې ماشومان دي، ١١تنوته ورسېده.
دغه ماين تېره ورځ له غرمې وروسته دقادس ولسوالۍ دګلچين په سيمه کې دپوليسود رېنجر موټر مخې ته وچاودېد .
دبادغيس امنيتي چارواکيو ويلي و ، چې په دې پېښـه کې ٧ ملکي کسان او دوه پوليس وژل شوي ، دوه پوليس او يوماشوم ټپيان دي.
خو اوس دکورنيو چارو وزارت وايي، چې په دې چاودنه کې د شپږوماشومانو، دوو ښځو، يوه نارينه او دوو پوليسو په ګډون ١١تنه وژل شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې، چې نن (دلړم١٧ مه) دکورنيوچارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، ويل شوي، چې ٩تنه وژل شوي مُلکي وګړ ي ديوى کورنۍ غړي و.
سرچينې زياته کړې، چې په دې چاودنه کې ديودوه کلن ماشوم په ګدون دوه تنه پوليس هم ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي،چې تېره ورځ ، دپوليسو درې رېنجرموټر په قادس ولسوالۍ کې دامنيتي پوستو د کنټرول لپاره ددې ولسوالۍ دخيرخانې په سيمه کې ګومارل شوي و،چې دبېرته را ستنېدو په وخت کې يې د سيمې يوه بې وزله کورنۍهم له ځانه سره د ولسوالۍ مرکز ته را لېږدوله.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي،چې دپوليسو يو رېنجر، چې دقادس ولسوالۍ دګلچين په سيمه کې دحرکت په حال و، پرهغه ماين برابر شو، چې د وسلوالوطالبانوله خوا ځاى پر ځاى شوى و او د اختر په ورځ د دغې مرګ ژوبلې لامل شو.
طالب وياندقاري يوسف احمدي دپېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او ادعا کوي، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو ٧ سرتېرى وژل شوي او موټر يې ويجاړشوى دى.
د يادونې ده، چې دملګروملتونو دسازمان په يوه راپورکې راغلي، چې په افغانستان کې په تېرو درې مياشتوکې ٩٧١ عام وګړي وژل شوي، چې (٧٧سلنه) يې د وسلوالو طالبانو او ١٢ سلنه يې د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له خوا شوي .