ژبه

زابل کې ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

کلات (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): د زابل امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ذبیح‌الله جوهر پژواک ته وویل چې دغه پېښې نن او پرون د دغه ولایت اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار او نورو سیمو کې شوې دي.

دی وایي چې په یادو پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښو ټپیان روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته موضوع