ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف درې سرتېري ټپيان شول

author avatar
23 Nov 2011 - 14:28
author avatar
23 Nov 2011 - 14:28

چاريکار (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): د کابل–پروان پر لويه لار د سړک غاړې په ماين چاودنه کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) درې سرتېري ټپيان شول.

د کابل ولايت د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنيف صديقي نن (د ليندۍ دويمه) پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې دغه چاودنه تېره شپه د کابل د قره باغ او د پروان ولايت د بګرام ولسواليو تر منځ د قلعه دشت په سيمه کې رامنځته شوه.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې د ايساف درې سرتېري ټپيان او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

صديقي زياته کړه، چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حفيظ الله پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې د ايساف ځواکونو کاروان د کابل–پروان پر لويه لار د تېرېدو په حال کې وو، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.

د هغه په وينا، دغه ماين د ريموټ کنټرول په وسيله الوځول شوى دى.

د سيمې يوه اوسېدونکي ضياء الحق پژواک خبري اژانس  ته وويل: “تېره شپه، کله چې له کابل نه پروان ته تلم، د بهرنيانو موټر مې وليدل، چې اور پرې بل وو.”

د هغه په وينا، چې پر همدغه مهال ايساف ځواکونو خپل ويجاړ شوى موټر له سيمې لېږداوه، چې له امله يې د لين موټر د سړک دواړو غاړو ته د څو دقيقو لپاره بند پاتې وو.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د دوى پر کاروان د چاودنې د پخلي ترڅنګ په يوه خبرپاڼه کې پژواک اژانس ته وويل، چې په پېښه کې يې هېڅ يو سرتېرى نه دى وژل شوى.

د خبرپاڼې له مخې، له چاودنې وروسته د دوى او د مخالفينو ترمنځ ډزې هم شوې، خو مرګ ژوبله ورته نه ده اوښتې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ايساف د پاليسۍ له مخې، دوى د خپلو ټپيانو په اړه معلومات نه ورکوي.

د دې چاودنې مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې د قره باغ ولسوالۍ د اکاخېلو په سيمه کې يې د بهرنيو ځواکونو يو ټانک پر ماين الوځولى دى.

مجاهد وويل، په دې چاودنه کې، چې تېره شپه شاوخوا اته بجې رامنځته شوه، شپږو بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ټانګ يې هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.