ژبه

متقي او د چین استازي د ارومچي خبرو لپاره پر عملي اجنډا ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ٢١ غویی ١٤٠٥): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د چین ځانګړي استازي یو شیاوینګ د دوه‌اړخیزو اړیکو د لاپراختیا، سیمه‌ییز امنیت او د ارومچي خبرو د بهیر د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.
د افعانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیر خان متقي له یو شیاوینګ سره په کابل کې کتلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د چین ځانګړي استازي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ارومچي د خبرو د بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار وکړ او دا یې د سیمه‌ییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ وباله.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، هغه زیاته کړې چې د دې بهیر راتلونکی پړاو باید له روښانه تمرکز سره عملي پایلو ته زمینه برابره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یو شیاوینګ په همدې موخه د جدي تعامل، اعتماد جوړونې، او تفاهم پر اهمیت ټینګار وکړ.
د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرو مخکنی پړاو شاوخوا یوه میاشت مخکې د چین په ارومچي کې تر سره شوې.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې دواړه هېوادونه د کړکېچ د پاى ته رسولو لپاره د يوه ټولیز حل پر موندلو همغږۍ ته رسېدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په یاده کتنه کې ویلي چې د سیمې ثبات، توازن، اقتصادي همکاري، او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي محورونه جوړوي.
هغه ټینګار کړی چې د خبرو د بهیر بریالیتوب د واقعي اقداماتو، د باور د فضا د پیاوړتیا، او د کړکېچ د کچې په ټیټ ساتلو پورې تړلی دی او اسلامي امارت په همدې برخو کي د پام وړ ګامونه اخستي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې ټینګار شوی چې د ارومچي د خبرو راتلونکی پړاو باید د روښانه، عملي او پایله‌محورې اجنډا پر بنسټ پرمخ ولاړ شي، څو د سیمې د هېوادونو ترمنځ دوامداره ثبات او همکاري لا پیاوړې شي.