جلال اباد (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): د سرحدي پوليسو چارواکي وايي، چې په ننګرهار ولايت کې يې شاوخوا ٢٠ کيلوګرامه ترياک نيولي دي.
د لومړي زون د سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د مرغومي په ٦ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار يې ٤٢ خلتې ترياک، چې له لغمان څخه ننګرهار ته په يوه کرولا موټر کې قاچاق کېدل، ونيول.
د هغه په وينا، دغه نشه توکي يې د يوه کشفي راپور له مخې، چې په ٧٨٤ نمبر پلېټ لرونکي کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو، ترلاسه کړل.
امر خېل وويل، چې د دغه موټر له چلوونکي څخه له پوښتنو او څېړنو وروسته هغه تن هم نيول شوى دى، چې ده ورته ترياک لېږدول.
ده زياته کړه، چې نيول شوي کس اعتراف کړى، چې ترياک يې د پروسس لپاره پاکستان ته وړل، څو هلته يې په پوډرو واړوي.
د سرحدي پوليسو قوماندان وويل: ((په کره ډول د نيول شوو ترياکو اصلي وزن د څارنوالانو پر وړاندې له تلل کېدو وروسته معلوميږي، خو د اټکل له مخې ويلاى شم، چې له ٢٠ کيلوګرامو څخه به زيات وي.))
د يادونې وړ ده، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې د ننګرهار ملي او سرحدي پوليسو ١٣ ټنه نشه يي توکي نيولي، چې ډېره برخه يې اومه چرس دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن