ژبه

کندهار کې امنیتي ځواکونو دوه تنه د دوو نجونو د اختطاف په تور نیولي دي

کندهار (پژواک، ۱۰ غوایی ۱۴۰۵): کندهار کې هغه دوه تنه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي چې دوې نجونې يې د ډيورنډ فرضي کرښې له هاغاړي څخه افغانستان ته راتښتولې وې.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید نن (پنجشنبې) پژواک ته وویل، چې یاد کسان تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د کندهار په نهمه ناحیه کې ونیول شول.

د هغه په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې تورنو کسانو نجونې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې مسلم باغ له سیمې څخه تښتولې او افغانستان ته یې راوستلې وې.

چارواکي وایي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د نجونو کورنیو د سرحدي پولیسو له لوی رئیس مولوي حزب‌الله افغان سره اړیکه نیولې وه او وروسته موضوع د کندهار له امنیتي مسوولینو سره شریکه شوې وه.

د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د تیري ورځې له مازیګر څخه د شپې تر ناوخته عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې تورن کسان د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د خاکریزوال مکتب په سیمه کې له اختطاف شویو نجونو سره یو ځای ونیول شول.

ده زیاته کړه، نیول شوي کسان د سپین بولدک ولسوالۍ محکمې ته سپارل شوي او اختطاف شوې نجونې د محکمې د پرېکړې له مخې خپلو کورنیو ته سپارل شوې دي.

دی په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وویل چې په دې پلټنې روانې دي.

ورته موضوع