ميدان ښار (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): د ميدان وردګو ولايت د ملي امنيت موظفينو پر کابل ښار بريد کولو ته عيار شوي د ١٣ فيره ميزاييل شنډ کړل.
د دې ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد د مرغومي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ميزاييل د کابل ولايت اړونده د ارغندۍ په سيمه کې د توغولو لپاره عيار شوي وو.
هغه زياته کړه، چې د ملي امنيت موظفينو دغه ميزاييل کشف او شنډ کړل او پر کابل ښار يې د بريد مخه ونيوله.
شاهدالله شاهد دغه راز وايي، چې د ملي امنيت رياست کارکوونکو په جلرېز ولسوالۍ کې يوه اندازه مهمات، ماينونه او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي؛ خو په تړاو يې څوک نه دى نيولى.