ژبه

کابل کې د مولانا محمدادریس د فاتحې مراسم ترسره شول

توسط هجرت‌الله کاکړ

مې 6, 2026 - 4:53 pm

Views: 48

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): په کابل کې یو شمېر علماوو د خیبر پښتونخوا د دیني عالم مولانا محمدادریس د فاتحې مراسمو پر مهال پر هغه برید وغانده او د افغانستان او پاکستان له حکومتونو یې وغوښتل څو د علماوو امنیت ټینګ کړي.</p>

<p style="text-align: justify;">مولانا محمدادریس تېره ورځ د خیبر پښتونخوا د چارسدې په اتمانزو سیمه کې په یوه وسله‌وال برید کې ژوند له لاسه ورکړ.</p>

<p style="text-align: justify;">نن په کابل کې د مولانا محمدادریس د فاتحې مراسم ترسره شول او د افغانستان علماوو په دې اړه د یوې اعلامیې په خپرولو پر هغه دغه برید وغانده.</p>

<p style="text-align: justify;">په اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتل شوي  چې د علماو کرامو کلکه ساتنه وکړي، د هغوی فعالیتونو ته دې زمینه برابره کړي.</p>