ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لاره بيا بنده شوه

د سالنګ لاره بيا بنده شوه

author avatar
6 Jan 2012 - 11:33
د سالنګ لاره بيا بنده شوه
author avatar
6 Jan 2012 - 11:33

چاريکار ( پژواک ١٦ مرغومى ٩٠) : دکابل – شمال لويه لاره تېره شپه يوځل بيا وروسته له هغه په سالنګ کې بنده شوه، چې په سوېلي او شمالي سالنګونو کې يو ځل بيا د واورې  توفان راغى.

د سالنګونو د څارنې او ساتنې آمر جنرال رجب دمرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې شپې واورې او سخت توفان له امله د سالنګ لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

نوموړي زياته کړه،چې د سالنګ د سوېل لوري د پروان ولايت د جبل السراج د تاجکانو پل او له شمالي لوري څخه دبغلان ولايت د خنجانو په ولسوالۍ کې په سلګونو موټر درول شوي ، ترڅو د احتمالي مالي او ځاني زيان اوښتو مخنيوى وشي.

د جنرال رجب په وينا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ٤٠٠ کارکوونکي د واورې د پاکولو له ٥٠ وسيلو سره د دغې لارې په پاکولو بوخت دي

هغه زياته کړه چې دهوا حالاتو ته په پام سره به موټرو ته د تلو د اجازې په اړه بيا تصميم ونيول شي، که هوا همداسې دوام وکړي ، نو موټرو ته د تلو اجازه نه ورکول کيږي او که هوا ښه شي، نو بيابه ورته د تلو اجازه ورکول شي.

د سيد اغا په نامه يو مسافر چې له کابل څخه مزارشريف ته روان و، پژواک اژانس ته وويل چې له تېرې شپې څخه تراوسه د جبل السراج په سيمه کې دلارې د پرانېستو انتظارکوي.

نوموړي زياته کړه: (( که تر راتلونکو څلورو ساعتونو پورې لارخلاصه نه شي زه به بېرته کابل ته ستون شم.))

د جبل السراج ولسوالۍ د ترافيکو مدير نعيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس مهال د تونل دواړو خواوو ته په سلګونو موټر درول شوي دي.

د يادونې ده،دغه لويه لاره، چې پلازمېنه (کابل ) د هېواد د شمال او شمال ختيځ له ٩ ولايتونو سره نښلوي، وړمه شپه هم د سختو اورښتونو له امله بنده شوې وه، خو تېره ورځ د ورځې په اوږدو کې بېرته پرانېستل شوې وه.

د ١٣٨٨ کال د سلواغې په ١٩ مه په سوېلي سالنګ کې د واورې د ښوئېدو او شديد توفان له امله نږدې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ تنه نور ټپيان شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.