ژبه

د «کابل نړیوال کرکټ کمپلکس» چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کابل ښار شپاړسمې ناحیې د الوخېلو په سیمه کې د «کابل نړیوال کرکټ کمپلکس» چارې د شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شوې.

په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان د کرکټ بورډ د انجینرۍ څانګې مسوول ممتاز عمرزي وویل چې د کابل نړیوال کرکټ کمپلکس به په ۸۶ جریبه ځمکه کې د کابل ښار شپاړسمې ناحیې اړوند د الوخېلو په سیمه کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه چې په یادې پروژې ۴۵ میلیونه ډالر لګښت راځي چې په شپږو کلونو کې به یې چارې بشپړې شي.

نوموړي وویل: «په دغه کمپلکس کې درې میدانونه جوړېږي چې یو به یې عمومي وي، د ۴۰ زره ننداره‌کوونکو د ځایېدو ظرفیت به ولري او دوه نور میدانونه به فرعي جوړېږي.»

عمرزی وایي، په دغه کمپلکس کې چې کوم لوبغالي جوړېږي، په ټولو نړیوالو معیارونو به برابر وي او د شپنیو لوبو لپاره به د څراغونو سیستم هم ولري.

هغه زیاته کړه، په دغه کمپلکس کې به یوه اکاډمي هم جوړه شي چې ۲۵ ویشتنځایونه به ولري.

په دې غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف وویل چې د داسې لوبغالو جوړول د هېواد د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لري.

هغه زیاته کړه، په دغه کمپلکس کې چې کوم لوبغالی جوړېږي، په ټولو معیارونو به برابر وي او د نړیوال کرکټ لپاره به ټولې اسانتیاوې ولري.

نوموړی وایي، کرکټ بورډ پلان لري چې د دغه لوبغالي له جوړېدو سره کابل ته د نورو هېوادونو لوبډلې راوبولي، څو په افغانستان کې نړیوالې لوبې ترسره شي.