کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): په هرات کې د ټاپي پروژې د شاوخوا ۲۸،۷ کیلومتره فرعي ګاز نللیکې مسیر او حریم او د ګاز د وېش شبکو ساحې د تخنیکي غونډو او ساحوي ارزونو په پایله کې تثبیت شوې دي.
د امارتي شرکتونو ویاند محمدنبي بهار وایی، دغه تخنیکي غونډې او څو ورځنۍ ساحوي ارزونې د افغان ګاز امارتي شرکت د اجراییوي رئیس مولوي اخترمحمد منصور په مشرۍ ترسره شوې دي.
د هغه په وینا، د پلان له مخې به د هرات د زندهجان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې، چې د ټاپي پروژې لومړنی “افټېک سټېشن” او د ګاز د تنظیم او وېش شبکه به پهکې جوړېږي، د ۲۰ اینچه قطر او شاوخوا ۲۸،۷ کیلومتره په اوږدوالي یوه فرعي ګاز نللیکه وغځول شي.
بهار وایي، د دې نللیکې له لارې به طبیعي ګاز د هرات اوسني صنعتي پارک، استوګنیزو سیمو او د سياېنجي (CNG) ګاز د تولید ځانګړو تاسیساتو ته ولېږدول شي.
د ده د معلوماتو له مخې، د هرات اوسنی صنعتي پارک شاوخوا زر هکټاره مساحت لري او نږدې ۱۴۰۰ فابریکې پهکې فعالیت کوي.
هغه وایي، د پروژې په چوکاټ کې به د هرات نوي صنعتي پارک ته هم، چې د شاوخوا ۹۱۰۰ هکټاره ځمکې پر مساحت د جوړېدو په حال کې دی، د طبیعي ګاز د لېږد زمینه برابره شي.
د بهار په وینا، دغهراز به د عزیزي انرژۍ شرکت له لوري پلان شوي درېزره مېګاواټه ظرفیت لرونکي برېښناکوټ ته هم د طبیعي ګاز د لېږد زمینه برابره شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د نللیکې د مسیر او حریم او د ګاز د وېش شپږو شبکو د موقعیتونو د تثبیت په موخه د افغان ګاز تخنیکي پلاوي او د اړوندو دولتي ادارو د استازو ترمنځ تخنیکي غونډې شوې دي.
هغه وایي، په دغو غونډو کې د ترکمنګاز، ښار او کور جوړولو، صنعت او سوداګرۍ، کرنې او مالدارۍ، چاپېریال ساتنې، اطلاعاتو او کلتور، سیندیزې حوزې، ټولګټو وزارت، ښاروالۍ، کانونو او پټرولیم وزارت، مستوفیت او ترانسپورټ اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و.
بهار وایی، د دغو غونډو موخه د نللیکې د مسیر او حریم او د ګاز د وېش شبکو د موقعیتونو دقیق تثبیت، د تخنیکي معیارونو رعایت او له موجوده او راتلونکو پراختیايي پروژو سره د احتمالي تداخل مخنیوی و.
د هغه په وینا، له تخنیکي غونډو وروسته د افغان ګاز تخنیکي پلاوي او د اړوندو ادارو استازو د نللیکې د وړاندیز شوي مسیر په بېلابېلو برخو کې څو ورځې ساحوي لیدنې او ارزونې هم ترسره کړې دي.
دی زیاتوي، د دغو ارزونو پر مهال د ځمکو وضعیت، موجوده تاسیسات، صنعتي او کرنیزې ساحې، استوګنیزې سیمې، سړکونه، عامه تاسیسات او د راتلونکو پراختیايي پروژو پلانونه ارزول شوي دي.
بهار وایي، د ساحوي ارزونو او تخنیکي مشورو پر بنسټ به د نللیکې د مسیر، حریم او د ګاز د وېش شبکو د موقعیتونو اړوند پاتې چارې د ټاکل شوو تخنیکي او اداري اصولو له مخې تعقیب شي.