فیروزکوه (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د افغانستان د یوه مهم تاریخي اثر «منار جام» څنګ ته پر هریرود سیند د ۹۶ مترو په اوږدوالي او یوه متر په سور یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي زعیم ویلي، دغه پل د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په مالي ملاتړ د ۶۳ زره او ۲۳۷ امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
د هغه په خبره، د اسیا د ټولنې پراختیا دفتر د دې پروژې د تخنیکي چارو مسوولیت پر غاړه درلود او د «کاجهای سنګي» په نوم یوه کورني شرکت یې د جوړولو چارې ترسره کړې دي.
زعیم زیاتوي، له دې مخکې د منارجام سیمه کې د پل نشتوالي په تګ راتګ کې د سیمې اوسېدونکو او سیلانیانو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.
هغه وایي، د دغه پل په جوړېدو سره به په سیمه کې د خلکو تګ راتګ اسانه شي او دغه پل په بېړنیو حالاتو، په ځانګړې توګه د طبیعي پېښو پر مهال، د منارجام په ښه ساتنه کې هم مهم رول ولوبوي.
منارجام د افغانستان له مهمو تاریخي اثارو دی چې د غوریانو د واکمنۍ پر مهال د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند د جام په سیمه کې جوړ شوی دی.