کندهار (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې په روانه اونۍ کې د شوو عملياتو پر مهال ٢٥ وسله وال، جنايي مجرمين او قاچاق کوونکي نيول شوي دي.
د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي دغه څرګندونې نن (د سلواغې ٦مه) د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې اونيز امنيتي غونډې ته ته وکړې.
هغه وويل، پوليسو روانه اونۍ په کندهار ښار او بېلابېلو ولسواليو کې عمليات کړي، چې پر مهال يې ١١ وسله وال مخالفين، ١٠ پر بېلابېلو جرمونو تورن وګړي او ٤ نور يې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي نيولي دي.
د نوموړي په وينا، د نيول شوو وسله والو مخالفينو تر څنګ ٦٩ کړۍ ماينونه کشف او شنډ شوي، ٩ د هاوان سرګلولې، ٨ د هاوان مرمۍ، ١ ميله دهشکه، ١٢ ميله کلاشينکوفونه، ١ ميل پيکا، ٤ پايې مخابرې، ٢ برقي پټاکۍ، ١ پارسل او ٩ کلچې باروت او يو موټر سايکل هم نيول شوي دي.
دى وايي، پوليسو د دې تر څنګ لس تنه، چې په غلاوو او بېلابېلو جرمونو تورن دي، هم نيولي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
د امنيت امر دغه راز زياته کړه، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مديريت پوليسو په روانه اونۍ کې ٢٠٥٠ کيلوګرامه چرس او ١٢٧ کيلوګرامه ترياک له څلورو قاچاق کوونکو سره يو ځاى نيولي دي.
هغه دا هم وويل، چې په کندهار ښار کې يې د بهرنيو اتباعو پر خلاف هم اقدام کړى او ٣٠ پاکستاني وګړي، چې د اوسېدو قانوني اسناد يې نه لرل، تر نيول کېدو وروسته له پولې اړول شوي دي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن