کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د څه باندې ۵۲ میلیون افغانیو په ارزښت د نورستان د کانونو له اتهنیم زره کیلوګرامه ډېرې قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې وپلورل شوې.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو ډبرو کې چې د نورستان د دواب ولسوالۍ د ماوي سیمې له کانونو استخراج شوې وې، بیروج، کنزیټ، بلور، ټوپاز او مارګنایټ شاملې وې.
سرچینه کاږي چې دغو ډبرو ۸۵۵۴ کیلوګرام وزن او ۵۲ میلیونه او ۶۲۰ افغانۍ ارزښت درلود.
خبرپاڼه کاږي، د یادو ډبرو د پلور داوطلبي د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه چې پنځه میلیونه او ۲۶۲ زره افغانۍ ونډه پکې د اسلامي امارت ده.