کندهار (پژواک ١٣ سلواغه ٩٠): د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې که څه هم په دغه ولايت کې جنايي جرمونه زيات شوي، خو هغوى يې د مخنيوي په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، چې نن (د سلواغې ١٣مه) يې د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې اونيزې امنيتي خبرې غونډې ته معلومات ورکول وويل، چې په دغه ولايت کې مخکې هم جنايي پېښې کېدلې او اوس يې هم کچه زياته ده.
نوموړى جنايي پېښې د خلکو د پوهې له کچې سره تړلې بولي او وايي، په هغې ټولنه کې، چې د خلکو د پوهې کچه ټيټه وي، جنايي جرمونه په کې زيات وي.
دى وايي، دا د پوليسو دنده ده، چې د سياسي او نورو جرمونو ترڅنګ د جنايي پېښو مخه ونيسي او هره ورځ ګڼ شمېر کسان تر نيول کېدو او څېړنې وروسته اړوند قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.
اطرافي وويل، په دې لړ کې روانه اونۍ ١٢ تنه د بېلابېلو جرمونو له امله، چې غلاوې، وژنې او نور په کې شامل دي، نيول شوي دي.
د ده په خبره، دغه راز ١٢ د نشه يي توکو قاچاق کوونکي له ١٢٨ ګرامه هيروينو سره او يو تن، چې ٢٣ کارتنه درمل يې په قاچاقي توګه واردول، په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو کې نيول شوي دي.
دى وايي، د نيولو شوو کسانو له ډلې د ډېرو دوسيې بشپړې شوې او اړوند قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې روانه اونۍ په کندهار ښار کې دوه مېرمنې، چې يوه يې ٦٥ کلنه وه؛ په شاه بازار کې او بله په کارته معلمینو کې وژل شوې دي.
د امنيت امر د دغو پېښو په اړه وويل، چې په شاه بازار کې د وژل شوې مېرمنې هويت او خپلوان نه دي موندل شوي او مړى يې تر اوسه له دوى سره دى.
د دويمې پېښې په اړه هغه زياته کړه، چې بله وژل شوې مېرمن د کورنۍ موضوع په پايله کې وژل شوې او موضوع يې تر څېړنې لاندې ده.
هغه د روانې اونۍ په اوږدو کې تر ټولو لويې لاسته راوړنې د ٣٣ ټنو چرسو نيول کېدل او د يوه موټر بم د کشف او شنډول وګڼلې.
اطرافي وويل، پوليسو د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې له يوه کور څخه ٣٣ ټنه چرس ترلاسه او همالته يې وسوځول او دغه راز په همدې سيمه کې يو موټربم هم تر کشفولو وروسته له منځه يووړل شو او د ګڼو خلکو د وژلو مخنيوى وشو.
نوموړي په روانه اونۍ کې په کندهار ښار او ولسواليو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال د ٢ وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو او ٩ نورو د ژوندي نيولو خبر هم ورکړ.
هغه وويل، په دغو عملياتو کې د چاودېدونکو توکو ١٠ بوشکې، ٢ کړۍ ماينونه، ٣٠٠ د ماينونو پټاکۍ، ٥ ميله کلاشينکوف، ٣ ټي ټي تومانچې، ٢٤ شاجورونه، ٢٢٠٠ د پيکا مرمۍ، ٢٥٣ د کلاشينکوف مرمۍ، ٧ د راکټ مرمۍ، ٢ د هاوان مرمۍ، ١٧ بنډله لين، ٣ عرادې موټرسايکلونه او ٢ مخابرې هم نيول شوې دي.
د ده په خبره، په دغو ټولو فعاليتونو او عملياتو کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
نوموړي دغه لاسته راوړنې د خلکو د همکارۍ له امله وګڼلې او ويې ويل، چې په دې وروستيو کې له دوى سره د خلکو په مرسته کې ٧٠ سلنه زياتوالى راغلى دى.