کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیاتالله مهاجر فراهي وایي، پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي او اسلامي امارت به په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې پاکستان د دوشنبې په شپه د کونړ او پکتیکا ځینې سیمې بمبار کړې دي؛ په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه شهیدان شوي او دوې ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي چې ټول ملکي او ځايي اوسېدونکي دي. د هغه په وینا، په پکتیکا کې هم یو کور او یو دوکان په نښه شوي، خو ځاني زیان نه لري. هغه زیاته کړې چې افغانان به دې تېري ته مناسب ځواب ورکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیاتالله مهاجر فراهي نن په سمنګان کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په یوه ورځني سیمینار کې ویلي: «له بده مرغه پاکستان یو ځل بیا زموږ پر ګران هېواد افغانستان برید او بمبار کړی چې په پایله کې یې یو شمېر بېګناه خلک، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، شهیدان او ټپیان شوي دي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، فراهي ویلي چې د افغانستان پر ولایتونو د پاکستان بریدونه به د اسلامي امارت له لوري بېځوابه پاتې نه شي او «اسلامي امارت به په مناسب وخت کې دغو بریدونو ته ځواب ورکړي.»
هغه وایي: «د افغانانو ویاړلی تاریخ ټولو ته معلوم دی، دا چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په افغانانو هوايي بریدونو وکړل، د دوی دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي او په مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړل شي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت د ۱۴۰۵ کال د وري په ۱۶مه ویلي وو چې د روان میلادي کال د فبرورۍ له ۲۲مې تر اپرېل ۳مې، د افغانستان پر نهو ولایتونو د پاکستان په بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي شهیدان او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د کونړ په یادو هوايي بریدونو کې د لږ تر لږه درېیو ملکي وګړو شهادت او د څلورو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي. دغه بنسټ یو ځل بیا د ملکي مرګژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشردوستانه قانون پر رعایت ټینګار کړی دی.