ژبه

کندهار ښار (پژواک ٢٥ سلوغه ٩٠): د بګرام له زندان څخه د کندهار ولايت شپږ تنه راخوشې شوي بنديان وايي، چې له کوم جرم پرته نيول شوي او په بند کې ساتل کېدل.

 دغه ٦ بنديان چې د کندهار د ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسواليو اوسېدونکي دي، د بګرام په زندان کې تر څه مودې بند تېرولو وروسته د سولې د ولايتي شورا په هلو ځلو راخوشي شول.

 هغه مراسم چې په دې اړه د سلواغې په ٢٥مه، د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، د بهرنيو ځواکونو د مسوولينو ترڅنګ په کې کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د سولې د ولايتي شوار مشر حاجي عطاء محمد، د راخوشي شويو بنديانو کورنيو او نورو ګډون کړى وو.

 له بګرام زندان څخه راخوشي شوو دغو بنديانو ادعا کوله، چې په دې زندان کې ساتل کېدونکي ډېرى وګړي له کوم جرم پرته د بند شپې او ورځې تېروي، چې ډېرو يې خپل اعصاب، د اورېدو او ليدلو توان له لاسه ورکړى دى.

 د نعمت الله په نوم يوه بندي، چې څلور مياشتې وړاندې د ژېړۍ په پاشمول سيمه کې د امريکايانو له خوا نيول شوى او اوس بېرته خوشې شوى دى، پژواک اژانس ته يې وويل: ((زه په پاشمول کې بزګر يم، يوه ورځ پر امريکايانو له يوې خوا ډزې شوې وې، کله چې زه راورسېدم، نو پوليسو د مخکې تلو اجازه نه راکوله، زه مجبور شوم، لاره مې بدله کړه، خو په مخکې امريکايانو په دې جرم ونيولم، چې تاسو ولې لاره بدله کړه.))

 هغه زياته کړه، د راخوشې کېدو پر مهال ترې بخښنه غوښتل شوې او ورته ويل شوي دي، چې کوم جرم يې نه درلود.

 دى وايي، هغه په خپله د بګرام په زندان کې څلور مياشتې تېرې کړې او په دې موده کې ترې لس ځلې تحقيق شوى دى؛ خو دغلته داسې کسان هم بنديان دي، چې له ٤ تر ١٠ کلونو يې تېر کړي او تر اوسه ورباندې کوم جرم نه دى ثابت شوى.

 نوموړي وويل: ((د څلورو مياشتو د بند په موده کې مې د سترګو ديد کمزورى شوى، خو دلته داسې کسان هم وو، چې خپل اعصاب يې له لاسه ورکړي، سترګې او غوږونه يې سم کار نه کوي او ډېرى يې ذهني ناروغان شوي دي.))

 دغه بندي د خوشې کېدو له امله خوښ و او ويل يې چې د پخوا په څېر به په خپل کلي کې خپلې بزګرۍ ته دوام ورکوي.

 د ولي الله په نوم يوه بل راخوشي شوي بندي هم پژواک اژانس ته وويل، چې هغه د کندهار ښار د لويې ويالې په سيمه کې د يوه جومات امام و، حمام ته د غسل کولو لپاره تللى و، چې خپل کور ته د بېرته راتلو پر مهال د بهرنيو ځواکونو له خوا ونيول شو.

 هغه وويل: ((کله چې زه بهرنيانو ونيولم، د کندهار هوايي ډګر تور جېل ته يې يوړم، هلته مې ١٤ ورځې تېرې کړې، وروسته يې د بګرام زندان ته بوتلم او هلته مې لس مياشتې تېرې کړې.))

 دى وايي، د بګرام په زندان کې بنديان په پنجرو کې ساتل کېدل، چې يوې پنجرې به ١٢ متره اوږدوالى او ٨ متره سور درلود، چې په همدې يوه پنجره کې به له ٣٠ تر ٣٥ بنديان اوسېدل.

 دغه بندي هم خپل ځان بې ګناه ګڼي او وايي، چې له وسله والو مخالفينو سره يې هېڅ تړاو نه درلود، د قران حافظ دى او په جومات کې يې امامت کاوه.

 د ده په خبره، بهرنيو ځواکونو ورباندې د جرم کوم ثبوت نه درلود؛ خو د تحقيق پر مهال به يې ورته ويل چې ډاکټر، قوماندان او يا هم قاضي دى.

 هغه هم د بګرام د زندانيانو د حالت کېسې کولې، چې په وينا يې ډېرو يې خپل اعصاب له لاسه ورکړي او اوس خپل خپلوان نه پېژني، ځکه په بند کې يې له کوم جرم پرته ډېر وخت تېر کړى دى.

 نوموړي دا هم وويل، چې د بګرام په زندان کې له درېيو تر څلورو زرو افغانان ساتل کېږي، چې ځينو ته په زندان کې دننه د وړو وړو تېروتنو پر سر سختې سزاګانې ورکول کېږي او هغه بيا د يوې مياشتې يا ډېر وخت لپاره په بېل زندان کې ساتل کېږي.

 هغه د سولې له شورا څخه مننه وکړه، چې د هغوى په خلاصون کې يې هڅې کړې دي.

 د کندهار د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي عطاء محمد د بنديانو د خوشې کېدو په مراسمو کې وويل، چې د دې ولايت د بنديانو د خوشې کېدو لړۍ يې پيل کړې او دا بهير دوام لري.

 هغه زياته کړه، تر دې وړاندې يې په ژېړۍ ولسوالۍ کې هم په ورته توګه ٩ بنديان خوشې کړي، چې له مخالفينو سره د سولې پر بهير مثبت اغېز کوي.

 ده وويل: ((تر دې مهاله د کندهار ولايت په کچه د ٧٤ تنو نورو بنديانو عريضې راټولې شوې، چې له دې جملې څخه ٥٤ يې مرکز ته لېږل شوي او پر نورو کار روان دى.))

 دى وايي، دغه کسان د خپلو کورنيو، د ولسواليو د مسوولينو او د سيمه ييزو شوراګانو د تضمين په صورت کې خوشې کېږي، ترڅو په راتلونکي کې بيا تېروتنې تکرار نه کړي.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم د بنديانو د خوشې کېدو پر مهال له هغوى وغوښتل، چې په سوله کې ژوند وکړي او د خپل حکومت مرسته وکړي.

 هغه وويل، خوشې شوي بنديان چې هره غوښتنه لري، حکومت به ورسره مرسته کوي؛ خو هغوى هم بايد خپلې تېرې کړنې تکرار نه کړي.