ژبه

د برېښنا نشتوالي د کندهار صنعت فلج کړى دى

کندهار (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٠): د کندهار ولايت پانګه وال او صنعت کاران وايي، چې په دغه ولايت کې د برېښنا نشتوالي او ګڼو نورو ستونزو نه يواځې ګڼې فابريکې په ټپه درولې، بلکې په دې برخه کې يې د نورې پانګونې مخه هم ډب کړې ده.

د کندهار د صنعت کارانو د ټولنې مشر حاجي فيض الحق مشکاني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په کندهار کې د برېښنا نشتوالي او پر خامو موادو لوړې ماليې د ګڼو فابريکو فعاليت درولى او ګڼ شمېر سوداګر زړه نه ښه کوي، چې د صنعت په برخه کې نوره پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه، په صنعتي پارک او د ښار په بېلابېلو برخو کې ټولې ١٢٧ فابريکې شتون لري، چې له دې ډلې څخه ٦٢ يې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلې دي.

د نوموړي په وينا، د صنعتي پارک ٦٥ فابريکې تېر کال هغه مهال بېرته پرانيستل شوې، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID له خوا په کې د لس مېګاواټه په کچه د برېښنا د توليد جنراتورونه ولګول شول، چې د دريو کلونو لپاره به فابريکو ته برېښنا ورکوي.

دى وايي، تر دې وړاندې په ١٣٨٦ لمريز کال کې ټولې فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله په ټپه تړلې وې او مالکينو يې په ميليونونو افغانيو زيان ګاله.

مشکاني که څه هم اوسنۍ لنډمهاله برېښنا غنيمت ګڼي؛ خو وايي، تر هغه چې په کندهار کې د اوږدمهالې برېښنا غم نه وي خوړل شوى، د فابريکو فعاليتونه به محدود او سوداګر به په دې برخه کې نوره پانګونه و نه کړي.

هغه وويل: ((اوسني لګول شوي جنراتورونه د دريو کلونو لپاره فابريکو ته برېښنا ورکوي، چې يو کال يې تېر شوى او دوه کلونه يې پاتې دي، خو تر ٢٠١٤ کال وروسته د برېښنا حالت مجهول پاته دى.))

دى وايي، په ١٣٨٤کال کې په کندهار ولايت کې شاوخوا ٨٥ فابريکې فعالې وې، هغه مهال په هرات ولايت کې يوه فابريکه هم نه وه؛ خو اوس چې هرات برېښنا لري ٣٧٠ فابريکې په کې فعالې دي او کندهار، چې مهم ولايت دى؛ هماغه پخوانى حالت هم ورباندې درېدلى دى.

مشکاني د دې ترڅنګ پر خامو موادو د ماليې لوړوالى او د صنعت د ودې په برخه کې د دولت له خوا د يوې سالمې پاليسۍ نه درلودل، هم جدي ستونزه ګڼي او وايي، چې د دغو ستونزو له امله داخلي توليدات د بهرنيو هغو پر وړاندې مقابله نه شي کولاى.

هغه وويل: ((دولت له بهر څخه پر وارداتي توکو يواځې ٢ سلنه ثابته ماليه اخلي، خو پر خامو واردېدونکو توکو، چې په فابريکو کې کارول کېږي، درې ډوله ماليه انتفاعي ٤،٥ سلنه، برعايدات ٢٠ سلنه او حقوقي ماليه، هغه مهال چې د کارکوونکو معاش تر ٥ زره افغانيو لوړ وي، اخيستل کېږي، چې د صنعت کارانو تر توان لوړه ده.))

نوموړي په دې برخه کې يوه بله ستونزه د فابريکو د چلولو په موخه د فني کارکوونکو نه شتون وګاڼه، چې دوى يې له ګاونډيو هېوادونو راولي، خو دولت ترې غوښتنه کوي، چې دغه کسان بايد سوپر سکېل او يا لږ تر لږه سيمي سکېل ولري.

دى وايي، صنعت کاران د خپلو فابريکو لپاره سوپر سکېل فني کارکوونکي په ډېره ګرانه پيدا کوي؛ ځکه هغوى لوړ معاش او بيمه غواړي.

هغه په دې برخه کې له دولت څخه د نرمښت غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د دغه ځاى صنعت کاران د ګاونډيو هېوادونو له فابريکو څخه هغه فني کار کوونکي راولي، چې د هماغه فابريکو اړوند کاري اسناد لري.

مشکاني د صنعتي پارک له ستونزو هم يادونه وکړه او ويې ويل، چې تر دغه مهاله د کندهار صنعتي پارک پوخ سړک، پولچکونه او نورې اسانتياوې نه لري، چې د توکو د راوړلو پر مهال کله نا کله بار وړونکي موټرونه چپه کېږي او د فابريکو چلوونکي درانه زيانونه ګالي.

په همدغه صنعتي پارک کې د مير افغان پايپ جوړولو د فابريکې رييس ګل نواز هم پژواک خبري اژانس ته د ګڼو ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، چې له ستونزو سره سره د ښه کيفيت پلاستيکي پايپونه توليدوي.

هغه له دولت څخه وغوښتل، چې د برېښنا او پر خامو توکو د ماليې د ټيټولو تر څنګ دې د دوى کارکوونکو ته په ګاونډيو هېوادونو کې د مسلکي زده کړو زمينه برابره شي، تر څو په له دې لارې يې د توليداتو کيفيت نور هم لوړ شي.

د نوموړي په وينا، په فابريکه کې يې ٢٦ تنه کار کوي، چې ټول افغانان دي او په ګاونډيو هېوادونو کې يې د پايپ جوړولو په برخه کې تجربه او زده کړې ترلاسه کړې دي.

دى وايي، د کارکوونکو معاشونه او نور لوړ لګښتونه د هغوى پر توليداتو اغېز کوي، چې له مخې يې بيه لوړېږي او په بازار کې د ګاونډيو هېوادونو له مصنوعاتو سره مقابله نه شي کولاى.

د اريا ملت په نوم د کاغذ جوړولو د فابريکې مسوول حاجي فيض الحق مشکاني پژواک اژانس ته وويل، چې د لومړي ځل لپاره يې په کندهار کې د هېواد په کچه د ٧٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د کاغذ او کارتن جوړولو د فابريکې بنسټ اېښى دى.

هغه زياته کړه، هغوى په ښار کې خواره واره کاغذونه تر را ټولولو وروسته پروسس او بيا ترې کارتن، کاغذي کڅوړې او پاکټونه جوړوي، چې له دې لارې هم چاپېريال پاک ساتل کېږي او هم د پلاستيکي کڅوړو مخه نيسي.

د نوموړي په وينا، دا چې کندهار يو زراعتي ولايت دى او تر دغه مهاله د دغه ولايت وچه او لنده مېوه په عنعنوي بڼه بهر ته صادرېږي، د کارتن جوړولو دغسې يوې فابريکې ته سخته اړتيا وه.

خو هغه شکايت وکړ، چې د کافي برېښنا تر څنګ د فني کارګرانو نشتون او د حکومت نه حمايه يې لويې ستونزې دي، ځکه لا هم ټول هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو پلاستيکي کڅوړې را واردېږي او د ولسمشر له حکم سره سره يې مخه نه ده نيول شوې.

د کندهار د صنعتي پارک رييس حاجي اسدالله د فابريکو د چلوونکو او صنعت کارانو ستونزې مني او وايي، چې د کندهار د اوسني والي ډاکټر توريالي ويسا په پر له پسې هلو ځلو د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا صنعتي پارک ته د دريو کلونو لپاره لس مېګاواټه برېښنا برابره شوې ده.

هغه زياته کړه، د صنعتي پارک د فابريکو چلوونکي به له دې لنډ مهالې برېښنا څخه تر هغه مهاله کار اخلي، چې د کجکي د برېښنا سيسټم رغول کېږي.

نوموړي هم وويل، چې د صنعتي پارک په ساحه کې د ١٢٤ فابريکو لپاره نومرې وېشل شوې او په ١٣٨٦کال کې چې برېښنا بنده شوه، نو ټولې فابريکې ورسره وتړل شوې، خو په روان کال کې ٦٠ فابريکې بېرته فعالې شوې، چې په ډېرو نږدې ورځو کې به ٦ نورې فابريکې هم بېرته پرانيستل شي.

د ده په خبره، د صنعتي پارک د ٢٥ کيلومتره سړکونو، ٢٥ پولچکونو او ٣١ متره لوى پول د جوړولو لپاره ورسره د کندهار د ولايتي بيارغونې ډلې ژمنه کړې، چې په روان زېږديز کال کې به يې ورغوي.

د صنعتي پارک رييس دغه راز وويل، چې په کندهار کې مېشتې د هندوستان قونسلګرۍ هم ورسره د يو ميليون ډالرو مرستې ژمنه کړې، چې په دغو پيسو به ٢ کيلومتره سړک، ١٢ پولچکونه، ٤ کيلومتره لښتي او يو مجهز ورکشاپ ورغول شي، چې په دغه ورکشاپ کې به د فابريکو د مشينريو پرزې جوړېږي.

د کندهار صنعتي پارک، چې د ښار ختيځ لوري ته د کندهار_سپين بولدک پر لويه لاره د ښوراندام په سيمه کې پروت دى، بنسټ يې د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال اېښودل شوى، چې هغه مهال يوازې د نساجي يوه فابريکه په کې فعاله شوه.

په دغه صنعتي پارک او د ښار په خورو ورو سيمو کې ټولې ١٢٧ فابريکې شتون لري، چې نيمايي يې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلې دي.

په دغو فابريکو کې دا مهال پنبه، غوړي، کنجازه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور جوړېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

ورته موضوع