Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار (پژواک ٣ کب ٩٠): نن (د کب درېيمه) د پخواني شوروي د سرو لښکرو د يرغل پر وړاندې د کابل ښاريانو د پاڅون ٣٢مه، کليزه ده چې نه هېرېدونکې او تاريخي ورځ ده.

د ١٣٥٨ لمريز کال د کب په درېيمه، چې پر افغانستان د شوروي د سرو لښکرو له تاړاک څخه څه کم دوه مياشتې تېرې شوې وې، د کابل زرګونه ښاريان د خپلو کورونو پر بامونو پورته شوي وو او د يرغلګرو پرضد يې شعارونه او د تکبير نارې وهلې، چې وروسته د دې پاڅون لمن د ښار نورو سيمو ته هم وغځېده.

عيني شاهدان وايي، چې دا پاڅون د سلګونو کسانو د سرونو او د يو شمېر نورو د بندي کېدو په بيه تمام شو او ولس دا وښوده، چې په هېڅ ډول نه غواړي هېواد يې د پرديو تر ولکې او تېري لاندې راشي.

د هغوى په وينا، ډېرى خلکو په تش لاس او ځينو له لرګيو او تبرونو سره د شورويانو د ټانکونو پر لور منډې وروهلې، ټانکونه يې په ډبرو وېشتل او يو په بل پسې د شوروي د سرتېرو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکاوه.

د کب په درېيمه، د مشرانو ترڅنګ د ښوونځيو ښځينه او نارينه وو زده کوونکو هم په لاريون کې ګډون وکړ، چې ځينو يې په دې لار کې سرونه وبايلل.

د کابل د جوى شير سيمې يوه اوسېدونکي فيض محمد، چې د شوروي سرتېرو په ډزو کې يې پښه ژوبله شوې وه، وويل: ((چا د مرګ پروا نه ساتله، ټول د هېواد په لار کې د سرښندنې لپاره راوتلي وو.))

د کابل ښار يوه سپين ږيري حاجي عزيزالله، په داسې حال کې چې دا ورځ يې يوه تاريخي او نه هېرېدونکې ورځ وبلله، زياته يې کړه: ((ترږمۍ خپره شوې وه، له هر لوري چيغې، د روسانو پرضد شعارونه او د الله اکبر نارې اورېدل کېدلې، په دې نارو کې د ښځو، ماشومانو او نارينه وو اوازونه سره يو شوي وو.))

د نوموړي په وينا، خلک پر خپلو بامونو پورته شوي وو او د شوروي سرتېرو د بريد غندنه يې په شعارونو سره کوله.

ياد شوي سپين ږيري زياته کړه چې د کب په درېيمه شپه، يو شمېر پاڅون کوونکو دوه پوځي جيپونه او د تېلو يو ټانکر د ميرويس ميدان او شاه دوشمشېره د جومات ترمنځ سيمه کې وسوځول.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کابل له لوېديځ څخه د پغمان، نياز بېګ، دشت برچي، کارته سه، ميرويس ميدان او دهمزنګ له سيمو څخه هم خلک راغونډ شوي وو.

د کب د درېيمې ترڅنګ، د هرات د کب د ٢٤مې پاڅون هم تاريخي او نه هېرېدونکې ورځ ګڼل کېږي.

د هرات ولايت مسلمان او دينداره خلک د ١٣٥٧ کال د کب په ٢٤مه، د پخواني شوروي له ملاتړ نه د برخمن حکومت پرضد ودرېدل او خپل ټټرونه يې د پخواني شوروي د جنګي الوتکو د بمبار او ډزو پر وړاندې سپر وګرځول او شاوخوا ٢٤ کسان ووژل شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.