کندهار ښار (پژواک ١٣ کب ٩٠): د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې يو ماين خښوونکى ووژل شو او درې نور د عملياتو پر مهال ونيول شول.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د کب پر ١٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د کندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ په سياه سنګ سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، څلورو تنو، چې غوښتل يې د خاکرېز – کندهار ښار پر لاره ماينونه خښ کړي، د ايساف ځواکونو د چورلکو لخوا په نښه شوي، چې يو يې وژل شوى او يو بل ټپي شو.
د نوموړي په وينا، پاتې درې تنه، چې ټپي تن هم په کې شامل و، په نږدې کلي کې پټ شوي وو، چې وروسته د افغان ځواکونو لخوا د عملياتو په ترڅ کې ونيول شول.
ايوبي وايي، چې له دغو کسانو سره د چاودېدونکو توکو ډکې ٤ شل کېلويي ډبې هم نيول شوي، چې د ملي اردو د انجنيرۍ ډلې لخوا له منځه يووړل شوې.
د ده په خبره، په نيول شويو کسانو کې يو د هلمند، دويم د اروزګان ولايتونو او بل د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې وسلوال مخالفين تل پر لويو او کوچنيو لارو او ګڼ مېشتو سيمو کې ماينونه خښوي، چې د نظاميانو تر څنګ ملکي وګړيو ته هم مرګ ژوبله اړوي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن