مهترلام (پژواک ١٤ کب ٩٠): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د هغې تاريخي کلا لرغونې نښې د ويجاړېدو په حال کې دي، چې امير حبيب الله خان د شاهي ماڼۍ په بڼه جوړه کړې وه.
امير حبيب الله خان د امير عبدالرحمن خان زوى له ۱۹۰۱ څخه تر ۱۹۲۹زېږديز کال پورې د افغانستان واکمن پاچا و.
د مهترلام ښار د مسلم کلي اوسېدونکي پنځه نوي کلن يارمحمد خان، چې له غازي امان خان سره مامور پاتې شوى وايي، چې دغه شاهي ماڼۍ او کلا د امير حبيب الله خان په لاسونو جوړه شوې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زما ماما علي احمد خان بابکرخېل، چې د غازي امان الله خان ملګرى و، راته ويلي، چې د دغې تاريخي کلا په شپېته جريبه ځمکه شاهي ماڼۍ او په دېرش جريبه ځمکه يې باغ جوړ شوى و.))
يارمحمد خان زياته کړه، چې د کلا ځمکه امير حبيب الله د وخت له مشهور خان ملک جماالدين خان څخه په پيسو اخيستې وه، چې د ژمي په موسم کې به يې د سلطنت چارې په کې ترسره کولې.
د هغه په وينا، امير حبيب الله له تعليم سره ډېره مينه درلوده؛ ځکه يې په دغه سيمه کې يو ښوونځى هم جوړ کړ.
نوموړى وايي، چې د کلا دننه شاهي ماڼۍ، شاهي جومات او نورې خونې په فنې بڼه جوړې شوې وې.
خو يارمحمد وايي، چې دغه کلا اوس د نړېدو په حال کې ده او څوک ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.
د لغمان د دارالمعلمين پخوانى استاد ليکوال او ديني عالم محمدعيسى سعد، چې د لغمان په تاريخي ابداتو يې يو کتاب ليکلى وايي، چې په دغې تاريخي کلا کې د خلکو د رابللو نغاره خونه، څلور برجونه، مېلمستونونه، د اوبو فوارې او ګڼ شمېر نورې ودانۍ موجودې وې، چې د وخت د چارواکو د نه پام لرنې له امله له خاورو سره خاورې شوې.
نوموړي د اطلاعاتو کلتور رياست او وزارت تورن کړل، چې د سيمې د ابداتو پر وړاندې د مسووليت احساس نه کوي او نه يې ساتلى شي.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رييس فيضان الله پټان پژواک اژانس ته وويل، چې څلور کاله وړاندې د پخواني والي ګلاب منګل له لوري د ښاروالۍ د مېلمستون په جوړولو سره د دغې ودانۍ شل سلنه برخه ونړول شوه.
هغه زياته کړه، چې په دې تاريخي کلا کې د لوبو ميدانو په جوړولو سره د کلا لرغونې نښې له منځه تللې او اوس يې د شاهي جومات چت هم ناست دى.
نوموړي اندېښنه څرګنده کړه، چې د پسرلي په بارانونو کې به دغه جومات له بېخه ونړيږي.
پټان وويل، دومره پانګه نه لري، چې دغه ودانۍ له سره ورغوي، خو له وزارت سره يې په دې اړه خبرې کړې او د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين ورسره ژمنه کړې، چې د يادې کلا د بيارغولو لپاره به په راتلونکي مالي کال کې يوه اندازه بودجه په پام کې ونيول شي.
د يادونې ده، چې اميرحبيب الله خان د ١٣٣٧ سپوږميز کال د جمادي الاول په ١٨مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د اوسني نورستان د نورګرام په کلګوش سيمه کې د تومانچې په ډزو سره و وژل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP