ژبه

د معیار او کیفیت ادارې له یوه هندي شرکت سره د ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې له یوه هندي شرکت سره د څه باندې ۴۶ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د کیفیت د تثبیت لابراتوارونو پراختیا او تجهیز قرارداد لاسلیک کړی دی.

یاد قرار نن په کابل کې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس الحاج ملا فیض‌الله تمیم، د هندي TCRC  نړۍوال شرکت استازي ډاکټر سیکت بومیک، په افغانستان کې د یاد شرکت د استازولۍ رییس فتح‌خان مظلوم‌‌یار او اړوندو برخو د مسوولینو په شتون کې ترسره شول.

د افغانستان معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس ملا فیض‌الله تمیم وویل چې د هېواد د کیفیت زیربنا برخه کې د دې لویې پروژې پر پیل او پلي کېدو خوښ دی او دا یې د هېواد د ابادۍ او د خلکو د هوساینې پر لور یو مهم ګام وباله.

نوموړي زیاته کړه چې دغه قرارداد د څه باندې ۴۶ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی چې په مرکز او د هېواد په بندرنو کې به یې پلي کېدل د کیفیت د زیربنا په پیاوړتیا کې اساسي رول ولري.

د هغه په خبره، د دې پروژې په عملي کېدو سره به د تولیداتو او وارداتو د کیفیت ښه‌والي ته لاره هواره شي چې په پایله کې به د ولس په ګټه تمام او نړۍوالو بازارونو ته به باکیفیته افغاني محصولات وړاندې شي.

ملا فیض‌الله تمیم همدارنګه له سوداګرو وغوښتل چې د بې‌کیفیته توکو له تولید او واردولو ډډه وکړي او خپلې سوداګریزې چارې له منل شوو معیارونو سره سمې تنظیم کړي.

د ده په خبره، د معیار او کیفیت اداره هڅه کوي څو د دې لویې پروژې په اغېزناکه پلي کولو سره، په هېواد کې د معیاري نظام د پیاوړتیا زمینه لا زیاته او د تولیداتو او وارداتو د کیفیت کچه لوړه کړي.

د یادونې ده، د دغه قرارداد پر بنسټ، په مرکز او د هېواد په نهو بندرونو کې د څه باندې ۴۶ میلیون ډالرو په مجموعي ارزښت د پنځو کلونو په موده کې په درېیو اساسي برخو کې چې ودانیز توکي، برېښنايي وسایل او تجهیزات او همدارنګه نساجي، څرمنې او کاغذ شامل دي، معیاري لابراتواري کمپلېکسونه جوړ او سمبالېږي.

د دغه قرارداد د مادو له مخې، د معیار او کیفیت ادارې مسلکي کارکوونکو ته به کورني او بهرني رونیز پروګرامونه هم جوړ شي او د معیارونو له نړۍوال سازمان (ISO) څخه به د نړۍوالو باوري د کیفیتي تایید لیکونو د ترلاسه کولو بهیر عملي شي.